ننګرهار کې د پوځ په لیکو کې د وژل شویو سرتیرو کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي چې تر اوسه یې له دوی سره په کړو ژمنو عمل نه دی کړی.
د وژل شویو سرتیرو کورنۍ وایي، حکومت ورسره د استوګنې د نومرو د ورکړې ژمنه کړې خو لا تراوسه یې خاوندان شوي نه دي…
ننګرهار کې د افغان پوځ په لیکو کې د وژل شویو سرتیرو د کورنۍ غړي شکایت کوي چې حکومت ورسره په کړو ژمنو عمل نه دی کړی.
د پوځ په لیکو کې د وژل شویو کورنیو غړي وایي، حکومت ورسره له کلونو راهیسې په څو ځلي د استوګنې د نومرو او دوی ته د خپلو حقونو د ورکړې ژمنې کړي خو تراوسه یې په دغه برخه کې عملي اقدام نه دی کړی.
دوی همداراز د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو د ریاست پر مسولینو نیوکه کوي چې د دوه کلونو راهیسې یې دوی ته معاشونه نه دي ورکړي.(( یوخوا کرونا حاکمه ده او بل خوا ته فقر ، بلخوا جنګ دی نه پوهیږو چاته فریاد وکړو))
((چانه وغواړو، ددې هېواد لپاره مو قرباني ورکړې ده خو اوس مو بچي له ولږي سره مخ دي))
د وژل شویو سرتیرو کورنۍ چې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي وايي، اولادونو یې د هیواد د دفاع لپاره د سر قربانۍ ورکړې خو حکومت یې لازم لاسنیوی نه دی کړی.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو کورنیو غړي ګواښ کوي که حکومت یې حقونه په وخت ورنه کړي مدني حرکتونه به پیل کړي.
په ورته مهال د شهیدانو او معلولینو ریاست مسولین هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو کورنیو نیوکې پر ځای بولي.
د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو امر محمد طیب ډاډ ورکوي چې په روان کال کې به یادو ټولو کورنیو ته خپل حقوق ورکړل شي. ((که رانه کړل شي نو کېداشي چوکونو ته ووځو د کرونا له کبله ټول بندیزونه مات کړو دې کې داسې خلک شته چې درې ورځي ډوډۍ نه ده خوړلې))
((زما بچی جې له ولږې مرې زه دې هم ورسره مړ شم، وزارت مالیې ته قلف اچو، اخر څه وکړو))
نوموړی همداراز وایي، دې ولایت کې یې شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه د شهیدانو او معلولینو کورنیو لپاره ځانګړې کړې ده چې په نږدې راتلوونکې کې به یې د ویش لړۍ پيل شي.(( هو ددوی حقوق پاتې دي، موږ ته چې مالي وزارت بودیجه راکړې نو حتمن به یې په ټولو وویشو او پاتې نورو لپاره دولت وعده راکړې ده چې له مخې به یي ټولو ته حقونه ورکړل شي))
د ننګرهارد شهیدانو او معلولینو ادارې د معالوماتو له مخې دې ولایت کې د وژل شویو سرتیرو شاوخوا ۳۰ زره کورنۍ له دوی سره ثبت دي او هڅه کوي چې دوی ته خپل حقوق په وخت ورکړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

