د ارزګان اوسېدونکي او هټیوال له حکومت څخه غوښتنه کوې چې د ترينکوټ او ولسواليو لارې دې خلاصې شي
مسولېن یې هم د خلاصولو ډاډ ورکوي او زياته وي چې د ټولو ولسواليو لارې به د چاڼړیزو عملياتو پرمهال خلاصې شې.
ارزګان چې ۶ ولسوالۍ لري دامهال د ټولو لارې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له مرکز ترينکوټ سره تړلي پاته دي.
ددغه ولايت اوسېدونکي او هټیوال وايي د يادو لارو په تړل کېدو سره دوی له زياتو ستونزو سره مخ دي او دولت دې ورته پاملرنه وکړي.
په ارزګان کې د انصار مدني ټولنې غړي او عام خلک وايي د يادو لارو په تړل کېدو سره د خوراکي توکو قيمتونه لوړ شوي او دوی له زياتو ستونزو سره مخ دي.
دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه لاري دې ورته ژر خلاص شي.
مدني فعالان او خلک وایي:(((تاسو وګوري د لارو په تړل کيدو سره د توکو بيه اسمانونو ته ختلي تعليم ته لاس رسۍ سخت شوي دي ددي ترڅنګ له زياتو نورو ستونزو سره خلک مخ دي، موږ خاص غوښتنه له چاوراکو کوه چې بست دي د ولس غوښتونو ته دي لږ پاملرنه وکړي))))
ارزګان چې د هېواد په جنوب کې پروت ولايت دی له نورو ولايتونو سره هم سوداګريزه لاره نه لرې.
د مدني فعالانو او خلکو دغه غوښتني مو د ارزګان ولايت له والي محمد شفيق اسدالله سعيد سره شريکې کړې هغه هم مني چې د ولسواليو لارې د نا امنيو له امله تړلي دي.
نوموړی وايي د يادو لارو د خلاصولو لپاره د عمليات پلان لري.
هغه زياتوې چې ډېر ژر به د يادو لارو د خلاصولو لپاره چاڼړیز عمليات ترسره کړې او يادې لارې به خلاصې شي. (((د خلکو او مدني فعالانو خبر پر ځاي ده د نا امنيو له امله د ټولو ولسواليو لاري تړلي پاته دي زه به ياد موضوع په نظامي جلسه کې شريکه کړمه هلته به موږ بیا پلان جوړ کړو او ټولو ولسواليو د لاري به خلاصي کړو هغه که دهراوود وي،که چوره وي.که خاص ارزګان وي،پر موږ توپير نلري )))
ارزګان چې سوداګريزه راکړه ورکړه یې له کندهار ولايت سره ده ،له تېرو څو کلونو راهیسې د ارزګان او کندهار ترمنځ لويه لاره هم نا امنه او کنډ کپر پاته ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

