د ننګرهار ولایتي چارواکي د دغه ولایت په محبس کې د کورونا پر وایروس د شپږو زندانیانو د اخته کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت والي شاه محمود میاخیل کلید ته وویل، د ننګرهار په محبس کې یې د ګڼو شکمنو ناروغانو معاینات ترسره کړي چې له ډلې یې شپږ په کورونا رنځ اخته شوي دي.
میاخیل زیاته کړه، اخته کسان په محبس کې له نور بندیانو جلا بلاک کې یې قرنطین کړي دي او هم یې اړونده ادارو ته امر کړی چې د بندیانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه همدارنګه وویل، د جمهور رییس د حکم پر اساس ېې یو ځانګړي کمېسیون ته دنده سپارلې، څو په محبس کې هغه بندیان په نښه کړي چې په ناعلاجه ناروغۍ اخته وي او یا یې روغتیایي حالت د اندېښنې وړ وي.
په همدې حال کې ولایتي ادارې د شنبې په ورځ جلال اباد ښار کې هټیو ته له نېږدې دوو میاشتو قرنطین وروسته د پرانیستل کېدو اجازه ورکړه.
د میاخېل په وینا، جلال اباد ښار یې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي په هدف قرنطین کړی و، خو اوس یې د کوچني اختر او د خلکو د غوښتنو پر اساس د ښار د پرانیستل کېدو پرېکړه وکړه.
جلال اباد ښاریان هم د ولایتي ادارې پر پریکړې خوښ دي او وایي، د ښار د تړل کېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ و.
خو ډاکتران بیا اندیښنه لري که خلک روغتیایي لارښونې په پام کې ونه نیسي، پر کورونا د زیاتو خلکو د اخته کېدو وېره شته.
جلال اباد ښار کې داسې مهال هټیو ته د پرانیستل کېدو چې دې ولایت د کورونا پر رنځ د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.


