د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه یو میلیون، ۳۰۹ زره او ۱۵۹ کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۷۸ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له څلور میلیونه اوښتی او ۲۷۹ زره ۳۰۷ تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
د ایټالیا روغتیایي چارواکي وایي، د دغه وېروس له کبله هلته د مړو شمېر ۳۰ زره او ۳۹۵ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په بریټانیا کې ۳۱ زره ۶۶۲ ، په هسپانیا کې ۲۶ زره ۴۷۸، په فرانسه کې ۲۶ زره او ۳۱۳، په بلجیم کې ۸۵۸۱، په جرمني کې ۷۵۴۹، په ایران کې ۶۵۸۹ او په پاکستان کې ۶۳۶ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په تر ۲۰۰ ډېرو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


