ads

په ارزګان کې د کورونا پر مخنیوي تر اوسه ۵ میلیونه بودیجه لګول شوې

د افغان حکومت له لوري د هېواد ۳۴ ولايتونو ته د کورونا د مخنيوي په هدف ځانکړې بوديجه ورکول شوې ده. ارزګان، چې تردامهاله څلور د کورونا ويروس مثبتي پيښي لري، د افغان حکومت له لوري ورته ۳۰ ميليونه افغانۍ ځانګړي شوي دي، چې د ولايتي چارواکو په خبر د يادو ۳۰ ميليونه افغانيو له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 غویی 1399
په ارزګان کې د کورونا پر مخنیوي تر اوسه ۵ میلیونه بودیجه لګول شوې

د افغان حکومت له لوري د هېواد ۳۴ ولايتونو ته د کورونا د مخنيوي په هدف ځانکړې بوديجه ورکول شوې ده.
ارزګان، چې تردامهاله څلور د کورونا ويروس مثبتي پيښي لري، د افغان حکومت له لوري ورته ۳۰ ميليونه افغانۍ ځانګړي شوي دي، چې د ولايتي چارواکو په خبر د يادو ۳۰ ميليونه افغانيو له جملي څخه يې تردامهال ۵ ميلونه ۶ لکه ۵۹ زره افغاني د عامه پوهاوي د روغتيايي تجهزاتو او وسايلو د اخيستلو په برخه کې مصرف کړي دي.
د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد وايي، د يادو پيسو د مصرف په برخه کې يوه اجتماعي کمېټه لري، چې بېلابېل بنسټونه يې غړيتوب لرې.
د ارزګان والي وايي، په دغه ولايت کې له کورونا ويروس څخه د ساتنې په هدف يې په بېلابيلو برخو کې پلانونه د تطبيق په حال کې دي چې خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ یې ۱۸ قلمه جنس د څه باندي ۳ ميليونه افغانيو په بدل کې اخیستي دي.
په ورته مهال په دغه ولايت کې بیا د مدني ټولنو غړی پر ولايتي چارواکو نيوکه کوي چې د کورونا په برخه کې د ځانګړې شوې بوديجي د مصرف پرمهال يې نظارتي کمېټه له پامه غوځولي او مدني ټولنو ته ديادو پيسو د مصرف په برخه کې معلومات نه ورکوي.
عام خلک بیا د حکومت له لوري د کورونا په برخه کې له چمتوالي څخه د منني ترڅنګ غوشتنه کوي چې دغه ولايت ته ځانګړي شوي بوديجه دي په ښه ډول مصرف شي.
داپه داسي حال کې ده چې تازه د شنبې په ورځ د نورو ولايتونو په څېر په ارزګان کې پرڅه باندي ۹ زره کورنيو د وچې ډوډي د وېش لړۍ هم پیل شوه، چې د عامو خلکو له نيوکو سره هم مخه وه؛ خو د وچې ډوډي د وېش مسولين بیا د عامو خلکو نيوي رده وي او زياته وي چې د يادې پروسې کنټرول يې ټول د ناحيو وکيلانو او عامو خلکو ته په واک کې ورکړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA