د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه یو میلیون، ۲۸۳ زره او ۹۲۹ کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۷۷ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۳۸ لکه اوښتی او ۲۷۴ زره ۹۸۹ تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
د ایټالیا روغتیایي چارواکي وایي، د دغه وېروس له کبله هلته د مړو شمېر ۳۰ زره او ۲۰۱ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په بریټانیا کې ۳۱ زره ۳۱۶ ، په هسپانیا کې ۲۶ زره ۲۹۹، په فرانسه کې ۲۶ زره او ۲۳۳، په بلجیم کې ۸۵۲۱، په جرمني کې ۷۵۱۰، په ایران کې ۶۵۴۱ او په پاکستان کې ۵۹۹ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په تر ۲۰۰ ډېرو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


