ads

د کندهار والي د کورونا په ناروغۍ اخته شوی

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د دغه ولایت والي حیات الله حیات د کورونا ټیسټ له معایناتو وروسته نتیجه مثبت شوې او نوموړی د کورونا په ناروغۍ اخته شوی دی. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي کلید ته په یوه استولي ږغیز پیغام کي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 غویی 1399
د کندهار والي د کورونا په ناروغۍ اخته شوی

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د دغه ولایت والي حیات الله حیات د کورونا ټیسټ له معایناتو وروسته نتیجه مثبت شوې او نوموړی د کورونا په ناروغۍ اخته شوی دی.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي کلید ته په یوه استولي ږغیز پیغام کي پر کورونا ویروس د والي د اخته کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چي د حیات الله حیات روغتیايې وضیعت د ډاډ وړ دی.
د نومړي په خبره، والي به تر دي وروسته ټولي حکومتي غونډي او د عامو خلکو سره لیده کاته د ویډیو او یا سکایپ له لاري کوي.
د بهیر په خبره، د کندهار والي تېره ورځ خپل معاینات کړي او نتیجه يې تېره شپه ناوخته راوتلې ده.
د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي تور پوري چي ګواکي هغه خلک شناخت او واسطه ولري د کرونا ویروس نتایج يې ډیر ژر معلومېږي، خو له واسطې پرته په ورځو ورځو یې پایلې ځنډېدلې وي.
د خلکو یاد شکایت مو د کندهار د عامې روغتیا د ریاست د رییس آشرف نادري مخته کېیښود.
نوموړي د خلکو شکایتونه پر ځای ووبل، خو یادونه يې وکړه چي مخکي د خلکو د کورونا د ټیسټ نتیجه ځکه په ځنډ راوتله چي دوی له کیټونو د کمښت سره مخ وو.
په کندهار کې تر اوسه ۴۸۱ کسان په کورونا ویروس اخته شوي چي له ډلي يې تر دا مهاله لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱ کسه نور له دغه ناورغۍ څخه بیرته جوړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA