ads

د سولې په تړاو د خلیلزاد وروستیو سفرونو ته هیلې ډېرې شوې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغانستان سولې په تړاو د پاکستان او هند ترڅنګ د وسله والو طالبانو له سیاسي چارواکو سره خبرې کړي دي. د زلمي خلیلزاد دا ځل سفر ته هم افغان حکومت هېله ښودلې، څو ژر تر ژره وسله والو طالبانو دې ته تیار […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 غویی 1399
د سولې په تړاو د خلیلزاد وروستیو سفرونو ته هیلې ډېرې شوې
زلمی خلیلزاد

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغانستان سولې په تړاو د پاکستان او هند ترڅنګ د وسله والو طالبانو له سیاسي چارواکو سره خبرې کړي دي.
د زلمي خلیلزاد دا ځل سفر ته هم افغان حکومت هېله ښودلې، څو ژر تر ژره وسله والو طالبانو دې ته تیار کړي چې بین‌افغاني خبرو او اوربند ته غاړه کېږدي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، حکومت د بین‌افغاني خبرو، اوربند او په ټوله کې د جګړې درولو لپاره پر کور دننه او بهر هڅې ګړندۍ کړي دي.
د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي: « موږ هیله لرو چې د زلمي خلیلزاد هڅې به طالبان دې ته اړه کړي، څو ژر تر ژره د سولې بهیر ته مثبت ځواب ووایي.»
خو بل لور ته د سیاسي چارو شنونکي د زلمي خلیلزاد هڅو ته له بېلابېلو زاویو ګوري.
یو لور ته د افغانستان سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد هڅې صادقانه نه ښکاري، خو بل لور بیا وایي، خلیلزاد غواړي د افغان سولې پر وړاندې روان کړکېچونه حل کړي، څو ژر یوې پایلې ته ورسېږي.
پخواني طالب چارواکی سید اکبر آغا وایي: «د زلمي خلیلزاد له هڅو داسې ښکاري چې نوموړی د افغانستان سولې په برخه کې تراوسه صادقانه ګام نه دی اخیستی.»
د اغا په خبره، څو چې زلمی خلیلزاد د افغانستان سولې په پروسه کې صادقانه ګام پورته نه کړي، تر هغه به دا پروسه مبهمه روانه اوسي.
خو په ورته مهال د سیاسي چارو یو بل شنونکی سید ناصر موسوي د زلمي خلیلزاد سفرونو ته په اشارې وایي، په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې پروسه یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوې. د نوموړي په خبره، زلمي خلیلزاد به وکړئ شي چې څو دغه ستونزې هواري کړي او یو ځل بیا د سولې پروسه روانه اوسي.
د افغان سولې بهیر کې پرمختګ لپاره د امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد، تازه سفرونه په داسې وخت پیل شوي، چې په افغانستان کې د کورونا-ویروس کړکېچ ته د نړیوالې ټولنې اندېښنې په ډېرېدو دي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دوحه کې یې له طالبانو سره لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د کورونا وبا د ښه مدیریت لپاره باید د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سم په افغانستان کې بشري اوربند وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA