د راپورونو له مخې هند کې یو کیمیاوي موادو فابریکې د ګازو وتلو له کبله ۸۱۳تنه اغېمن شوي دي چې له ډلې یې ۱۳کسان مړه شوي او ۸۰۰نور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دا پېښه د هند په جنوب اندرا پردېش ایالت په وشاکاپټنم ښار کې رامنځته شوي ده.
ویل کېږي هلته د ایل جي پولیمرز نومې کار ځای څخه دا ذهرجن ګاز راوتلي دي چې ځای اوسېدونکي د خوب حال کې وو.
ددې شرکت چارواکي وايي، چې دوی د پېښې اړوند معلومات راټولوي او په خبره یې په دې برخه کې به چټک ګامونه واخلي.
هلته د ډاکټرانو په وینا اغېزمن خلک په ساه اخیستو کې له ستونزو سره مخ دي او د سترګو سوځ څخه فریاد کوي.
د عیني شاهدانو په وینا د ګازو وتلو د مخنیوي په برخه کې لومړنۍ هڅې ناکامه وې، خو ایالتي چارواکو د وضعیت د کنټرول خبر ورکړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

