ads

هلمند کې د صحرایي ملخانو د له منځه وړلو په هدف کمپاین پیل شوی

دهلمند په ناوې ولسوالۍ په ریګستان سیمه کې د صحراني ملخانو دله منځه وړلو په هدف کمپاین پیل شوی دی . ددې ولایت دکرنې د ریاست مسوولین وایي چې ددې مضر ملخانو د راپیداکېدو سره سم یې په یاده سیمه کې دواپاشې پیل کړې ده او هڅه کوي چې د کروندې فصلونه له دې ملخانو […]

نویسنده: shams
19 غویی 1399
هلمند کې د صحرایي ملخانو د له منځه وړلو په هدف کمپاین پیل شوی

دهلمند په ناوې ولسوالۍ په ریګستان سیمه کې د صحراني ملخانو دله منځه وړلو په هدف کمپاین پیل شوی دی .

ددې ولایت دکرنې د ریاست مسوولین وایي چې ددې مضر ملخانو د راپیداکېدو سره سم یې په یاده سیمه کې دواپاشې پیل کړې ده او هڅه کوي چې د کروندې فصلونه له دې ملخانو څخه وساتي.

ورسته له هغه چې د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د مضره ملخانو راپیداکېدو راپورونه ورکړل شو د کرنې ریاست وایې سم دستي خپل فني ټیم ،او ماشینري او درمل سیمې ته لېږلي دي.

دهلمند دکرنې د ریاست رییس زلمي الکو کلید ته وویل دوی لا له وړاندې ددې ډول ملخانو دمخنیو په هدف له کابل څخه پرمختللي  درمل او ماشنیري دې ولایت ته راوړي دي او په دې برخه کې یو شمېر کار کوونکو د درملو او ماشینری اړوند روزنه هم لېدلې ده.

الکو زیاته کړه دا چې تراوسه یاد ملخان زراعتي ساحو ته نه دې رسیدلي خو ویل کېږي له فصلونو لرې دا ملخان په ریګستان دښته کې پیدا شوي دي.

دوه وویل په ځینو سیموکې یې دیادو ملخانو دله منځه وړلو په هدف دواپاشي هم شروع شوې ده .

((لکه څنګه چې په جریان کې یاست یاد ملخان په کندهار ولایت کې هم شته ،او نمیروز ولایت کې هم شته خوشبختانه باید ووایوچې په دواړوولایتونو کې دمبارزي کمپاین پیل شوی دی او یاد کمپاین هلته ادامه هم لرې اوس هم بزګرانو ته اګاهانه پروګرامونه هم تطبق کیږې ،په ناوې ولسوالۍ په دښتي سېمو کې موجودیت یې هم درلودی او دریګي سېمو څخه راغلي وه ،تراوسه کروندو ته داخل شوي نه دی ))

دغه راز دهلمند دکرنې ریس زلمی الکو وایي هڅه کوې ترڅو دکروندګرو فصلونه وساتي او په دې برخه کې کروندګرو ته یو لړ سپارښتې هم کوي چې په عملي کولو سره به یې فصلونو کې دا ستونزه هواره شي.

((تراوسه پورې موږ ته شکایت نه دی رسیدلی بیا هم موږ دکپشک په اړوند باندې دسبزیجاتو خاصتا په سبزیجاتو کې پروګرامونه لرو عملا یزګروته عامه پوهاوی ورکوو او عملا دبزګرو سره کاروکوو ترڅوپه سبزیجاتو کې د افتو او امرضو مخه ونیول شې )).

دهلمند دکرنې ریاست مسولین ددې ولایت ټولو کروندګرو او بزګرانو ته ډاډ ورکړ چې په هغو سېمو کې چې د دوې دپرسونل ورتګ کوي او دو‎ې به هېڅ وخت کې خپلې مرستي دکروندګرو څخه ونه سپموې

خبریال حضرت روحاني

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA