درې کلونو په اوږدو کې ارزګان ته ۱۵امنیه قوماندانان معرفي شوي دي.
د ارزګان لپاره نوی امنیه قوماندان سمونوال شفیق الله سهار ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ کارکوونکو او پولیسوته ورمعارفي شو.
ولايتي شورا بیا له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې په امنيتي برخه کې مسولين باید مکافات او مجازات شي.
دغه سرتيري د تيرو دريو کلونو راهیسي دا ۱۵ امنيه قوماندان دي چې دوی ورته پر همدغه ځاي ولاړ او ښه راغلاست يې کوي.
سمونوال شفيق الله سهار تازه دارزګان د امنيه قوماندان په توګه دنده پیل کړه چې د کورنيو چارو وزارت د رالېږل شوي هيئت له لوري دارزګان په امنيه قوماندانۍ کې سرتيرو ته معارفي شو.
(( زه له سابقه قوماندان صیب نه مننه کوم، چې په دې موده کې یې کار وکړ او نوې قوماندان صیب ته مبارکي وایم، ځوان او یو باتجربه شخص دی او د کورنیو جارو وزارت رهبرۍ پرې باور کړی او تاسو ته یې رالېږلی دی))
د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد نوی ټاکل شوي امنيه قومندان ته ډاډ ورکړي چې دکار پرمهال به يې ملا وتړي.
او تيره امنیه قوماندان جنرال محمد عظيم هاشمي ته د يوه ستاينليک په ورکولو سره يې د هغه کړنې وستايلي.
(( نوې قوماندان ته ښه راغلاست وایو، ان شاءالله په ټوله معنی ورسره ملاتړي یو، نیکي مشورې ورکوو، ولسونو سره دده پېژندنه کوو،قوماندان صیب هاشمي چې دلته راغلی یا لږ وخت یا ډېر وخت تېر کړی دده له کوششونو قدردانی کوو الله ج دې اوږد عمر ورکړي))
په يادو مراسيمو کې ددغه ولايت د ولايتي شورا استازي بیا له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې دي په امنيتي برخه کې مجازات او مکافات رامنځته کړي.
د ولایتي شورا مرستيال محمد کريم کريمي وايي په دغه ولايت کې د پوليسو په ليکو کې ولايتي امنيتي مسولین فساد کوي او هغه کسان چې په فساد کې ښکېل وي هغو ته مجازات او هغه کسان چې لاسته راوړنې لري مکافات دي شي.
(( زما هیله او اررو داده چې زموږ ولایت لپاره مجازات او مکافات هم وټاکی، موږ هر وخت د قوماندان تبدیلول ګټور نه دي، هر تبدیل موږ ته سر درد ګرځي او دپولیسو په لیکو کې د فساد سبب ګرځي، که د پولیسو په لیکو کې فساد جریان ولري نو ستا په مقابل کې به هم غږ پورته کړو))
داپه داسې حال کې ده چې د تېرو درېيو کلونو په دغه ولايت کې دا ۱۵ امنيه وقومندان دی چې په دنده پیل کوي.
خبریال احسان الله ولسمل
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

