ads

پکتیا کې د ۷۰۰ کوچنیو سړو خونو د جوړېدو چاري پیل شوې

  د پکتیا ولایتي مسولین وايې په مرکز ګردېز سربیره به د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې نږدي ۷۰۰ کوچنۍ سړې خونې جوړي شي . دوی څرګندوي په یادو سړو خونو د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ۵۵۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې  په جوړېدو سره به يې د بڼوالو د حاصلاتو ساتلو […]

نویسنده: shams
18 غویی 1399
پکتیا کې د ۷۰۰ کوچنیو سړو خونو د جوړېدو چاري پیل شوې

 

د پکتیا ولایتي مسولین وايې په مرکز ګردېز سربیره به د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې نږدي ۷۰۰ کوچنۍ سړې خونې جوړي شي .

دوی څرګندوي په یادو سړو خونو د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ۵۵۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې  په جوړېدو سره به يې د بڼوالو د حاصلاتو ساتلو ستونزه تر ډيره هواره شي.

دوی همداشان وايې نږدي ۱۰۰۰۰ زره بې روزګاره کسانو ته به په یاده پروژه کې د کار زمینه برابره شي او همدا راز به یادي خونې د ۷۵۰۰ ټنه میوو او حاصلاتو د ځایدو ظرفیت ولري.

پکتیا والي شمیم کټوازي د یادو سړو خونو د پرانیستې پر مهال کلید ته وویل دغه سړې خونې د مرکز په ګډون د پکتیا په ټولو ولسوالیو کې جوړیږي چې په وینا يې په جوړیدو سره به یې تر ډیره بریده د بڼوالو د حاصلاتو ساتلو ستونزه هواره شي .

نوموړی څرګندوي د یادو ۷۰۰ کوچنیو سړو خونو په جوړیدو ۵۵۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ورکول کیږې.

((د تعداد ډبرې کېښودل شوې، دپروژو تعداد ۷۰۰ته ورسېد او ۵۵۷میلیونه افغانۍ مصرف پرې راځي، نیمایو بیې درې میاشتو کې او نور بیې پنځو میاشتو کې مصرفیږي او لس زره کسان به په کار بوخت شي او اووه نیم زره پورې به محصولات ساتل کېږي))

د مرکز ګردېز ښار اوسیدونکی محمد ولي وايې د سړو خونو او حاصلاتو لپاره د مناسب ځای د نشتوالي له امله هر کال ډير زیان کوي.

هغه وايې د یادو خونو په جوړیدو سره به د بڼوالو حاصلات هم ګټه وکړي او خلک به هم په ټیټ قیمت توکو ته لاسرسی ولري.

((مخکې به مو چې مڼې خرڅولي نو خلکو به سل یو نیم سل اخېستي که چېرې موږ یې وساتو نو بیا ګټه کولای شو، مخکې به نورو هېوادونو ته تللي خو اوس به تر ډېره دلته موږ مڼې ولرو))

ملک سلام خان کلید سره په خبرو کې وویل بیلابیل حاصلات هر کال د وړ بازار او سړو خونو د نه موجودیت له کبله د خرابیدو له ویرې په نیمه بیه پلوري .

نوموړی څرګندوي د سړو خونو په جوړیدو سره به د پکتیا بزګران پر ځان د بساینې سربیره د هېواد نورو سیمو ته هم خپل حاصلات په بیلابیلو وختونو کې ورسوي.

((موږ مجبور یو چې مڼې د خرابیدو له کبله په نیمه بیه وپلورو، خو که چېرې سړې خونې وي بیا به د تاوان په ځای ګټه وکړو))

د جلغوزو تر څنګ بڼوال هر کال پکتیا کې زرګونه ټنه مڼې او د انګورو حاصلات تر لاسه کوي خو د مناسب بازار د نشتوالي له امله يې  ډيری دغه څه خرابیږي او یا يې هم په نیمه بیه پلوري .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA