د راپورونو له مخې روسیه کې د کرونا وېروس پېښې ورځ تربلې په ډېرېدو دي.
په دې هېواد کې د له کرونا سره د مبارزې کمېټې رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې روسیه کې ۱۱۲۳۱مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
دوی همدارنګه وایي چې له دې وېروس څخه ۸۸ کسانو ژوند بایللی دی، خو تر دم ګړۍ په روسیه کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر۱۷۷زره او ۱۶۰تنو ته رسېږي او همدارنګه له دې وېروس څخه د قرباني شویو کسانو شمېر ۱۶۲۵تنو لوړ شوی.
د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا وېروس له کبله تر دوه لکه او ۵۸زره زیات وګړي قرباني شوي دي او په دې وېروس د اخته کسانو شمېر بیا له درې میلیونه او ۸۶زره کسانو څخه اوښتی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

