ads

په نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر درې نیم میلیونه واوښت

د جان هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر درې میلیونه، شپږ لکه، ۶۲ زره ۱۰۱ تنو ته رسېدلی او تر ۲۵۷ زره ډېر کسان تر دې دمه ترې مړه شوي دي. د سرچینې په وینا، تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې پر دغه ویروس […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 غویی 1399
په نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر درې نیم میلیونه واوښت

د جان هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر درې میلیونه، شپږ لکه، ۶۲ زره ۱۰۱ تنو ته رسېدلی او تر ۲۵۷ زره ډېر کسان تر دې دمه ترې مړه شوي دي.
د سرچینې په وینا، تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې پر دغه ویروس اخته شوي، چې په دغه هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون اوښتی او تر اوسه هلته ۷۱ زره او ۴۳ تنه کورونا ویروس مړه کړي دي.
تر امریکا وروسته په بریټانیا کې د یادې ناروغۍ له کبله د مړینې کچه لوړه ده.
په دغه هېواد کې ۲۹ زره ۵۰۰ تنه کورونا ویروس وژلي، چې په ټوله نړۍ کې له امریکا وروسته د بل هر هېواد پرتله ډېر شمېر دی.
د دې تر څنګ په ایټالیا کې ۲۹ زره او ۳۱۵، په هسپانیا کې ۲۵ زره او ۶۱۳، په فرانسه کې ۲۵ زره او ۵۳۷، په بلجیم کې ۸۰۱۶، په ایران کې ۶۳۴۰ او په پاکستان کې ۵۱۴ تنه تر اوسه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په تر ۲۰۰ ډېرو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA