ads

وزیرستاني ګډوال: د پاکستان له خوا دې د پښتنو وژنه ودرول شي

د خوست په ګلان کېمپ کې په سلګونه وزیرستاني ګډوالو او د خوست مدني فعالانو د لاریون پرمهال د عارف وزیر مړینه د هغې لړۍ دوام وباله چې له تېرو څلوېښتو کالونو راهیسې په افغانستان او د پښتنو په سیمه کې روانه ده. قهریدلو لاریون کوونکو، چې د عارف وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 غویی 1399
وزیرستاني ګډوال: د پاکستان له خوا دې د پښتنو وژنه ودرول شي

د خوست په ګلان کېمپ کې په سلګونه وزیرستاني ګډوالو او د خوست مدني فعالانو د لاریون پرمهال د عارف وزیر مړینه د هغې لړۍ دوام وباله چې له تېرو څلوېښتو کالونو راهیسې په افغانستان او د پښتنو په سیمه کې روانه ده.
قهریدلو لاریون کوونکو، چې د عارف وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو عکسونه له ځانو سره لېږدول، د پاکستاني په نظامي او استخباراتي کړیو د مرګ شعارونه ورکول او یادې کړۍ یې د پښتنو د مشرانو په وژنه تورنولې.
په خوست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن غړي منصور او ترڅنګ یې ځينو نورو لاریون کوونکو د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالو وغوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د وژنې دوسیې په پرې توګه وڅېړي او ترڅنګ یې پر پاکستان فشار راوړي څو د پښتنو له وژنې لاس واخلي.
«نړیواله ټولنه او امریکا دې پر پاکستان فشار راوړي چې د پښتنو نسل وژنه بنده کړي.»
یو بل تن لاریون کوونکي کمال خان کمال وویل، د سیمې استخباراتي کړیو اوس د پښتنو نسل وژنې ته ملاوې تړلې.
سردار عارف وزیر چې د پي ټي اېم مخکښ غړی او د علي وزیر د تره زوی وه، روانه اونۍ د وزیرستان په واڼه سیمه کې خپل کورته نېږدې د وسله والو په ډزو ووژل شو.
ددې غورځنګ مشرانو هم د هغه مړینه د پکستاني حکومت له ملاتړه د برخمنو وسله والو کار بللی.
یادو مشرانو په ټوله نړۍ کې پر پښتنو د لاریون کولو غږ کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA