ads

حلیم فدایي: ولس ته به د کورونا لپاره د ځانګړې شوې بودجې حساب ورکړو

د خوست والي حلیم فدایي نن د یو خبرې کنفرانس پرمهال وویل، خوست ته د کورونا سره د مبارزې لپاره ۶۰ افغانۍ راغلې، چې د مصرف او شفافیت لپاره یې ورته پلانونه جوړکړې او د کمېټو له لوري پرمخ وړل کېږي. والي له کورونا سره د مبارزې لپاره ترتیب شوی مکانیزم هم له رسنیو سره […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 غویی 1399
حلیم فدایي: ولس ته به د کورونا لپاره د ځانګړې شوې بودجې حساب ورکړو

د خوست والي حلیم فدایي نن د یو خبرې کنفرانس پرمهال وویل، خوست ته د کورونا سره د مبارزې لپاره ۶۰ افغانۍ راغلې، چې د مصرف او شفافیت لپاره یې ورته پلانونه جوړکړې او د کمېټو له لوري پرمخ وړل کېږي.
والي له کورونا سره د مبارزې لپاره ترتیب شوی مکانیزم هم له رسنیو سره شریک کړ او ویې وویل:« ددې لپاره چې د ځانګړې شوي بودیجې مصرف کې شفافیت راغلي وي، نو له مختلو ادارو څخه مو نظارتي او تدارکاتي کمېټي وګمارلې؛ چې د خوست د ټولو نظامي او ملکي ادارو استاذي پکې ګډون لري.»
والي وویل، د کورونا سره د مبارزې لپاره د عملیاتي پلان له مخې په مخ ځي او تردې دمه یې د راغلي پیسو ۱۵ سلنه په طبي او نورو وسایلو مصرف کړې.
ده زیاته کړه: «د هرې افغانۍ د مصرف حساب به ولس ته ورکوم.»
په ورته مهال، د ژورنالیستانو له لوري د ولایتي ادارې سره هغه ستونزې هم شریکې شوې، چې د قرنطین پرمهال د خوست اوسېدونکي ورسره لاس او ګرېوان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA