د امریکا جمهور رییس ډونالډټرمپ وایي، ښایي کورونا وېروس په دغه هېواد کې د ۱۰۰ زره امریکایي وګړو ژوند واخلي.
هغه تېره ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا خبره کړې ده.
ده زیاته کړې، اټکل شته چې د ۸۵ زرو یا ۱۰۰ زرو ترمنځ امریکايان د کویډ ۱۹ ناروغي له امله مړه شي.
ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې ښایي تر ۲۰۰ زره پورې امریکایان د کورونا ویروس قرباني شي.
بلخوا امریکایي رسنۍ بیا وایي، د ټرمپ اټکل ناسم دی، ځکه که د مړینې بهیر همداسې روان وي؛ نو ښايي د روانې میلادي میاشتې تر پایه په امریکا کې د مړینې شمېره سل زره ته ورسېږي.
امریکايي رسنۍ همدا راز څرګندوي، په ډېری ښارونو کې سره له دې چې د کورونا ویروس پراختیا نه ده کنټرول شوې، تګ راتګ ته اجازه ورکړل شوې او لا هم هره ورځ سلګونه کسان په دغه ویروس اخته کېږي.
ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې همدا اوس په امریکا کې د مړینې شمېر ۶۹۹۲۱ تنو ته رسیدلی دی.


