د کندهار د ښاروالۍ چارواکي وایي، د ۱۳میلیونه افغانیو په مالي لګښت سره هره اونۍ به اړمنو کورنیو ته د نانوایانو له لارې وچه ډوډۍ وېشل کېږي.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وايي چې یکشنبې ورځ د ښار په ۱۵ ناحيو کي د ۱۴۱۲۱ بې وزلو کورنيو ته د وچې ډوډۍ وېش پیل شو.
څرګند وايي چې له دغو کورنيو څخه ۱۲۶۲۱ بې وزلې کورنۍ د ځانګړې کمېټې لخوا انتخاب شوي او ۱۵۰۰ تنه هم متفرقه اړمن او په ځانګړي ډول سوالګر دي.
د نوموړي په خبره چې د بې وزلو کورنيو له پاره ۲۵۶ نانوايي ګانې په نښه شوي، هره نانوايي به ۴۸ کورنيو ته ډوډۍ وېشي او همدا راز په هره ناحيه کي يوه يوه بله نانوايي به سلو تنو سوالګرو ته ډوډۍ ورکوي.
(( کندهار په لومړۍ ناحیه کې د ښاراوالۍ له لوري ډوډۍ وېشل کېږي، چې له مخې به هرې اړمنې کورنۍ ته لس لس ډوډۍ ورکړل شي))
د کندهار ښاروالۍ مسئولین وايي چي د ډوډۍ د پخولو مزدوري او اوړه دواړه د ښاروالي له خوا نانوايانو ته ورکول کېږي.
د ښاروالۍ د مطبوعاتو مسئول وایي چې هرې بې وزلي کورنۍ ته ۱۰ ډوډۍ ورکول کېږي چي د ورځې په مجموعي ډول ۱۴۱۲۱۰ ډوډۍ وېشل کېږي، چې ورځنی لګښت يې ۱ مليون ۸ لکه ۵۷ زره او ۵۵۰ افغانۍ او اوونيز لګښت يې ۱۳ میليونه افغانۍ کېږي.
د ښاروالۍ مسئولین له ټولو نانوايانو او ډوډۍ تر لاسه کوونکو څخه جدي غوښتنه کوي چې د کرونا د مخنيوي په خاطر فاصله او نور روغتيايي تدابير مراعات کړي
د یادوني وړ ده چې هره ورځ د وچې ډوډۍ وېش د ماسپښين پر ۲ بجو پيلېږي او تر پنځو بجو پورې به دوام کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

