د جنوبې وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورني غورڅنګ پر مخکښ غړي عارف وزیر برید چې لومړی پکي هغه ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه ، په لر او بر پښتنو قومونو کې تند غبرګونونه را وپارول.
له تېرو دوو ورځو راهیسې د کوزې پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې پراخ لاریونونه وشول او دلته په افغانستان کې هم د عارف وزیر وژنه غندل شوې، پر خلاف يې لاریونونه شوي او خلکو يې غایبانه جنازې هم کړې دي.
د برمل ولسوالۍ اړوند انګور اډه کې ډيورنډ فرضې کرښې په صفري نقطه کې لومړی د ولسونو له لوري د عارف وزیر غایبانه جنازه وشوه، ورپسي يې لاریون هم وکړ او تور يې پوري کړ چې عارف وزیر د پاکستان پوځ له لوري وژل شوی دی.
د سردار عارف وزیر له غایبانه جنازې وروسته د را ټول شوي لاریون ګډونوالو پر پاکستاني حکومت تور پوري کړ او ويې ویل عارف وزیر د هغه هېواد پوځ او استخباراتي ادارې وژلی دی.
(( عارف وزیر د پاکستان جابر ریاست وژلی))
قومي مشر مبارز محمد وویل پاکستان حکومت له کلونو راهیسي په هغه هېواد کې پر مېشتو پښتنو قومونو ظلمونه کوي او په وینا يې د دې قوم ګڼ مشران او ځوانان يې وژلي دي.
هغه څرګندوي پښتون قوم د خپل حق لپاره په کلکه مبارزه کوي ، نه يې څوک په وژنه له حق څخه تېرولی شي او نه به هم له خپلي مبارزې په شا شي.
(( په پاکستان باندې غږ کوم، بس دی دا مرګونه چې وشول، نور بس دی افغانان مه وژنئ او واعده ورکوم چې د وزیر په څېر نور افغانان راپیدا کېږي، وزیر هغه څوک دي چې افغانیت یې قبول کړی او وزیر هغه څوک دي چې قرباني یې ورکړه ده ))
حاجي خاندان وزیر وايې د لر او بر افغان د بیلتون لپاره به د پاکستان حکومت له دې لا ډیر ظلمونه وکړي او پښتون به په یو او بل نوم ووژني، خو د هغه په خبره دا قومونه هیڅکله هم بیلیدونکي نه دي.
نوموړي وویل د پاکستانې پوځ د ظلمونو او افغان وژني دسیسه نړیوالو او خپله افغانانو ته جوته شوې او نور هیڅ د هغوی ظلم پټ نشي پاتې کیدی.
(( تر اوسه پورې حکومت زموږ غم ونه ، پاکستان د پښتنو په ښکاره دوښمن دی))
د پکتیکا یو بل اوسیدونکي شامیران وویل د عارف وزیر کورنۍ د پښتون قوم د حق غوښتنې لپاره ۱۸ غړي له لاسه ورکړي خو لا يې هم د ټینګي ارادې پایله ده چې له خپلو حقونو نه تیریدونکي دي.
نوموړی څرګندوي تر څو چې یو افغان هم ژوندی وي، د ظلم پر وړاندې به د حق غږ چپ پاتې نشي.
(( داسې یو کور دی، چې پښتنو ته یې ډېره قرباني ورکوي او موږ د عارف وزیر له کورنۍ سره په هر حال ولاړ یو))
سردار عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی وو، نوموړی څه موده وړاندې افغانستان له راتګ وروسته سمدستي د پاکستانۍ استخباراتي ادارې له لوري ونیول شو، له زندان څخه له ازادیدو لس ورځې يې پوره نه وې چې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې په وسلوال برید کې لومړی ټپي خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

