ads

خبریالان؛ د هرې مبارزې په لیکه کې ولاړ اتلان

نن د «می» درېیمه؛ د مطبوعاتو او بیان آزادۍ نړیواله ورځ ده. له دغې ورځې هرکال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځنه، او په جلا جلا غونډو کې د ژورنالیستانو او مطبوعاتو د ازادۍ پر اهمیت بحثونه کېږي او شتو ننګونو ته ګوته نیول کېږي او بالاخره په دې اړوند حل‌لارې مطرح کېږي. د […]

نویسنده: shams
14 غویی 1399
خبریالان؛ د هرې مبارزې په لیکه کې ولاړ اتلان

نن د «می» درېیمه؛ د مطبوعاتو او بیان آزادۍ نړیواله ورځ ده. له دغې ورځې هرکال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځنه، او په جلا جلا غونډو کې د ژورنالیستانو او مطبوعاتو د ازادۍ پر اهمیت بحثونه کېږي او شتو ننګونو ته ګوته نیول کېږي او بالاخره په دې اړوند حل‌لارې مطرح کېږي.

د مطبوعاتو او بیان آزادۍ نړیواله ورځ، لږ تر لږه د طالبانو تر سقوط راوروسته په افغانستان کې هم پرله‌پسې د حکومت، رسنیزو بنسټونو او ژورنالیستانو له لوري نمانځل کېږي، او له حکومتي مقاماتو نیولې تر یوه عادي افغان پورې ټول په یوه خوله د مطبوعاتو او بیان آزادي د تېرو څه باندې ۱۹ کلونو هغه ستره لاسته‌راوړنې بولي چې ساری او بېلګه یې په نورو برخو کې نه‌ده لیدل شوې. دا هم باید هېره نه‌شي چې دغه ازادي د ژورنالیسانو د پرله‌پسې قربانیو او سرښندنو پر مټ نه‌یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې زرغونه ساتل شوې او ساتل کېږي.

سږکال د می ۳مه نېټه په داسې حال کې رادبره شوه چې نړۍ او افغانستان د کرونا له وبا سره ډغرې وهي او له دې اړخه پرې فشارونه مخ په ډېرېدو دي. راپورونه ښيي چې د روان ۲۰۲۰میلادي کال د مارچ له لومړۍ ترننه پورې د نړۍ په ۲۳هېوادونو کې د کرونا له کبله کابو ۵۵ تنه رسنیزو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په افغانستان کې بیا، که څه هم د رسنیو خوندیتوب ټولنې څېړنې نه‌دي بشپړې شوې، خو ویل کېږي چې له ۱۵تر ۲۰تنه رسنیز کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي.

په دې منځ کې د قوت ټکی دا دی چې د دغې خسارې او فشار با وجود، افغان ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي خپل ټولنیز مسوولیت ته په پام د طبي پرسونل او امنیتي ځواکونو په څېر له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي او د هر ډول خطر په منلو سره هڅه کوي چې خپل ولس او خلکو ته  له دغې وبا سره د مبارزې په برخه کې له کوم مالي او معنوي امتیاز پرته، په پوره دقت او په وخت اطلاع‌رسونه وکړي او د پوهاي کچه یې لوړه کاندي.

که څه هم د کرونا پر ضد د افغان خبریالانو مبارزه د قدردانۍ او ستاینې وړ ده، خو دا هم باید هېر نه‌کړو چې دوی په هره برخه کې د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ پاتې شوي چې څرګندې بېلګې يې د سولې، جګړې، سیاسي اختلافونو او ټاکنو په اړه په اطلاع‌رسونه کې موندلی شو.

یا په بل عبارت افغان رسنۍ تر بل هر وخت په دې برخه کې فعالې وې او هڅه شوې چې خلکو ته کره او دقیقه‌ خبر رسونه وشي او د هر ډول نفاق او تفرقې مخه ونیول شي. ښايي د همدغو هڅو او کوښښونو پايله به وه چې سیاسي غاړې بالاخره یو نسبي انعطاف ته ورنږدې شوې ښکاري او هیله کېږي چې دا کشاله ډېر ژر پای ومومي. خو دا هم د یادولو وړ ده چې افغانان په دې برخه کې له یو کم‌شمېر رسنیو ګیلې هم لري چې په دې برخه کې يې د بې‌طرفۍ اصل تر پښو لاندې کړی دی.

سربېره پر دې د افغانستان رسنیو د سولې هڅو په برخه کې هم پوره ونډه درلوده او هڅه یې کړې چې د سولې ټینګښت او تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې رغنده رول ولري او ټول لوري دغه مهم اصل ته وهڅول شي.

اطلاع رسونه او هغه هم دقیقه او پر اسنادو او شواهدو ولاړه اطلاع رسونه اسانه نه‌ده او د قربانیو ته اړتیا لري او له همدې کبله ده چې افغان ژورنالیستان په ګڼو برخو کې، هم له ځاني زیان سره مخ شوي او هم یې مالي تاوانونه زغملي دي او هم پرې بېلابېلو چارواکو سترګې ور برګې کړې دي.

په پای کې خپلو ټولو رسنوالو او ولس ته د مطبوعاتو او بیان آزادۍ له امله مبارکي وایم. ژوندۍ دې وي د مطبوعاتو او بیان آزادي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA