ads

سیاسي کارپوهان: افغان مشران باید اختلاف پای ته ورسوي

په داسې حال کې چې د افغان مشرانو محمد اشرف او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي کړکېچ د حل په هدف د پرمختګونو راپورونه ورکړل شوي. اوس داسې انګیرل کېږي چې په دې راتلونکو څو ورځو کې ممکن دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسیږي. خو دا چې دا هوکړه به د افغانستان په کومو […]

نویسنده: shams
14 غویی 1399
سیاسي کارپوهان: افغان مشران باید اختلاف پای ته ورسوي

په داسې حال کې چې د افغان مشرانو محمد اشرف او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي کړکېچ د حل په هدف د پرمختګونو راپورونه ورکړل شوي. اوس داسې انګیرل کېږي چې په دې راتلونکو څو ورځو کې ممکن دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسیږي.

خو دا چې دا هوکړه به د افغانستان په کومو برخو او مسایلو اغیزه ولري؟ د سیاسي او پوځي چارو شنونکي ورته له بیلابیلو زاویو ګوري.

یوه ډله وایي، د دواړه خواو ترمنځ د سیاسي کړکیچ حل به د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضعیت ښه اغیزه ولري، خو بل لور زیاتوي چې د جمهور رییس غني او ډاکټر عبدلله هوکړه به د افغانستان په اقتصاد او کرونا سره د مبارزې په برخې د پام وړاغیز ولري.

د سیاسي چارو شنونکي خالد سادات وایي، د دواړو خواو ترمنځ روغه او جوړه به د افغانستان په ډېریو مسایلو ښه اغیزه ولري.

د نوموړي په خبره، که دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسیږي د هیواد روان سیاسي او اقتصادي وضعیت به ورسره د پام وړ بدلون وکړي.

سادات زیاتوي، له کرونا ویروس سره د مبارزې برخه به هم ورسره غښتلې شي.

((په ټوله کې د سیاسي ثبات لپاره یو ښه پرمختګ کېدلای شي، د بېلګې په ډول د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت ختم شي او دا باید ترمیم شي، دافغانستان مهم مسایل په ټپه ولاړ دي اقصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابیدونکی دی، دسولې خبرې او کرونا سره مبارزه مهمه برخه ده چې باید ورته پاملرنه وشي))

په ورته مهال د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شینواری د دواړو خواو ترمنځ هوکړه د افغانستان امنیت لپاره یو ښه ګام بولي.

د نوموړي په خبره، که دواړه خواوې یوې هوکړې ته ونه ورسیږي، ممکن د افغانستان امنیت لپاره بدې پایلې ولري.

((سیاسي بحران مبهمه وي او د افغانستان د خلکو او حکومت سرنویشت معلوم نه وي نو د خلکو باور هم کمېږي او نړیوال هم بې باوره کېږي او له دې به طالبان ښه ګټه پورته کړي))

له تېرو څو میاشتو راهیسي د جمهور رییس غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د ټآکنو پایلو په سره جنجالونه روان دي چې ددغه جنجالونو له امله امریکایي لوري افغانستان څخه د یو میلیارد ډالرو د مرستې ګرځولو خبره کړې، خو د سیاسي چارو شنونکی سیدناصر موسوي وایي، که دغه جنجالونه پای ومومي، ممکن امریکا یو ځل بیا افغانستان ته یو میلیارد ډالر مرستې ورکړي.

د نوموړي په خبره، چې دا بیا د افغانستان لپاره یو ښه فرصت بللی شوو.

(( که چېرې دا اختلاف حل شي نو د امریکا له لوري یو میلیارد ډالري مرسته به وکړي د امریکا مرستو باندې ددې اختلاف حل ښه اغېز لرلای شي))

د یادولو وړ ده چې وړمه ورځ پخواني اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي و، د روان سیاسي کړکېچ د هواري لپاره د روانو هڅو لړ کې ځینې پرمختګونه شوي.

له دې وړاندې د جمهور رییس دویم مرستیال سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبرا لاینز سره خبرو کې ویلي و د ولسمشرۍ ټاکنو جنجال ختم شوی او څو ورځو کې به عبدالله عبدالله د سولې شورا مشر شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA