دارزګان اوسيدونکي پر وسله والو طالبانو غږ کوي چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي دې جګړه بنده او یو اوربند ته غاړه کېږدي.
دوی وايي د ښه راتلونکي لپاره يووالي او جنګ ختمول ضروري دي
دارزګان اوسيدونکي غوښتنه کوي چې نوره جګړه بس شي او د جګړي ښکېل اړخونه په ګډه د هېواد په اباد کولو کې کار وکړي.
دغه خلک زياته وي چې د رواني ۴۰ کلني جګړې څخه ستړي شوي دي او نور دې وسله وال طالبان د افغان حکومت سره د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.
دارزګان خلک وايي د ښه راتلونکي لپاره يووالي او جنګ ختمول ضروري دي
((طالب څوک دی، پولس څوک دی، دواړه د یوه کور غړي دي، نور بس دی باید سوله وکړي، زموږ غږ دی چې نور دې جګړه بنده شي))
((د ناخوالو پر وړاندې ګډې مبارزې ته اړتیا ده لکه څرنګه چې د کرونا لپاره په ګډه مبارزه پر مخ روانه ده همداسې په کار ده چې دواړه لوري سوله وکړي))
تردې وړاندې افغان حکومت د روژې مبارکي مياشتې په پیل کې له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې وه چې تاوتريخوال دې کم کړي او له افغان حکومت سره دې اوربند وکړي.
د ارزګان خلک وايي له يوې خوا کرونا او له بل لوري جګړې خلک سخت ستړي کړي دي.
دوی وايي که افغانان په ګډه سره په هېواد کې د شته ستونزو لپاره مبارزه وکړي نو د هيواد د راتلونکي د ښه والي سبب به وګرځي.
((جکړه بس ده، نور جنګ نه غواړو))
((دلته د واک په سر جنګ روان دی، الله پاک وایي چې سوله کې خیر دی موږ یې نه منو نور خلک له جنګه ستړي دي بس دی))
ارزګان کې پر داسې مهال خلک د جګړې درېدو غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې هره ورځ وسله وال طالبان بريدونه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

