د مې ۳ مه د مطبوعاتو نړیواله ورځ
ختیځ کې خبریالان شکایت کوي چې دکلونو په تیریدو لا هم خبریالان معالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزو سره مخ دي.
دوی وایي، د بیان ازادي شته خو په عملي برخه کې حکومت د پام وړ کار نه دی کړی.
ختیځ کې خبریالان وایي، چې دوی د بیان ازادۍ په برخه کې لا هم له ګنو ستونزو سره مخ دي
دوی وایي، سره له دې چې له کلونو راهیسې په دې برخه کې فعالیت کیږي خو، لاهم خبریالان د معالوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې له کړاو سره مخ دي.
د خبریالانو په وینا د بیان ازادي شته خو په عمل کې یې څه نه لیدل کیږي چې له امله یې د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړی دی.
دوه خبریالان ذبیح الله غازي او یوسف ظریفي له کلید سره په خبرو کې وویل، اوس هم خبریالان د حکومتي ادارو، مافیایي کړیو، زور واکو او وسله والو ډلو له لوري د زورونې سره سره معالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې هم ستونزو سره مخ دي.
(((تهدیدونه دي چې له بېلابېلو خواو څخه خبریالان مخ دي که چېرې خبریال په یوه تحقیقي موضوع کار کوي نو دومره ننګونو سره مخ کېږي چې بلاخره مجبوره شي هغه موضوع پرېږدي.))
((((معلوماتو ته لاسرسی پراخه شوی دی، خو بیاهم له ستونزو سره وخت نا وخت مخ کېږو))
خبریالان د بیان ازادۍ ته د نه لاسرسي په برخه کې اړونده ادارې ملامتوي چې تراوسه یې په دې برخه کې څه ډول چې لازمه ده خپل مسولیت نه دی ترسره کړی.
((زموږغوښتنه داده چې دخبریالانو د ژوند خونديتابه لپاره کار وشي او باید د خبریالان کاري ساحه خوندي شي))
په ورته وخت کې ښځینه خبریالانې هم معالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د ګڼو ستونزو یادونه کوي.
ښځينه خبریاله تور پيکۍ حقیارکلید ته وویل:
(( د نارینو په پرتله ښځینه خبریالانو ته د معلوماتو په ورکړه کې ستونزه ډېره ده او باید ښځېنه خبریالانو ته وخت ورکړل شي))
بل لور ته دخبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي، چې د پخوا په پرتله ختیځو ولایتونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي خو معالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې لاهم ستونزې په ځای پاتې دي.
ختیځ کې د خبریالانو دخوندیتوب کمیټې مشر شیرشاه همدرد وایي، سږکال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپږ پېښې ثبت شوي دي.
نوموړی وایي، هڅه کوي په کاري برخه کې د خبریالانو پر وړندې شته ستونزې راکمې کړي.
(( په ختېزه سیمه په ځانګړې توګه ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاند د تاوتریخوالي پېښې کمي شوي دي خو بیا هم د معلوماتو د لاسرسي په برخه کې ستونزې موجودي دي))
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هیچا ته باید دا اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې دغه مهم پرمختګ وګواښي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

