د جان هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په امریکا کې کورونا وېروس ۶۵ زره او ۶۸ کسان وژلي او تر یو میلیونه ډېر نور هلته پر دې وبا اخته شوي دي.
په نړیواله کچه تر اوسه درې میلیونه، ۳۴۴ زره او ۴۰۲ تنه پر کورونا ککړ شوي او ۲۳۸ زره او ۷۷۵ نور له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
په بریټانیا کې د کویډ ۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر هم تر ۲۷ زره اوښتی او په دغه هېواد کې پر دې وبا د اخته کسانو شمېر ۱۷۸ زره او ۶۸۵ تنو ته رسېدلی دی.
همدارنګه په ایټالیا کې ۲۸ زره او ۲۳۶، په هسپانیا کې ۲۴ زره او ۵۴۳، په جرمني کې ۶۷۳۶، په ایران کې شپږ زره او ۹۱ او په پاکستان کې ۴۱۷ تنه کورونا وېروس مړه کړي دي.
دغه ویروس د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګند شو، چې تر دې دمه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی او تر درې میلیونه ډېر نور پرې اخته شوي دي.


