ads

په خوست کې د خبریال احمدشاه دویم تلین ولمانځل شو

له نن څخه پوره دوه کاله وړاندې په همدې ورځ په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه کورته په لاره د نامعلومو وسله والو لوري په ډزو سره ووژل شو. د دویم تلین مراسم یې په دغه ولایت کې د ژورنالیستانو، ملګرو او خواخوږو له خوا د ده پر قبر نیول شوي وو. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 غویی 1399
په خوست کې د خبریال احمدشاه دویم تلین ولمانځل شو

له نن څخه پوره دوه کاله وړاندې په همدې ورځ په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه کورته په لاره د نامعلومو وسله والو لوري په ډزو سره ووژل شو.
د دویم تلین مراسم یې په دغه ولایت کې د ژورنالیستانو، ملګرو او خواخوږو له خوا د ده پر قبر نیول شوي وو.
ملګرو او دوستانو یې د ژوند خاطرې شریکې کړې او د ده پرژونالیستیکو فعالیتونو وغږیدل.
احمدشاه له بي بي سي سره تر کار وړاندې له خوست کلید سره شاوخوا پنځه کاله دنده ترسره کړه او د ژورنالیزم د عملي ‌ډګر کارونه یې له همدغه ځایه پیل کړل.
په خوست کې د کلید راډيو مسول نوراجان بهیر وایي، احمدشاه د ملګرو په منځ کې د دیانت، اخلاقو او ټولنیزو اړیکو یو سمبول و.
په خوست کې یو تن لیکوال او ژورنالیست زاهدشاه انګار وایي، هغه نه یوازې کاري وړتیاوې درلودې، بلکې په سیمه کې د ځوانانو په یووالي هم مشهور شوی و.
ژورنالیستان تر ډېره له حکومتي مسولینو ګیلې لري، چې په دغه ولایت کې د وژل شوو خبریالانو قضيې لاهم بې برخه لیکه پاتې دي او اړونده اورګانونه پرې غوږ نه ګروي.
په جنوب ختیځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېتې مسول سیف الله حیات وايي، هغه وخت حکومت اعلان کړه، چې د احمدشاه قاتلین په سزا رسېدلي، خو وايي تردې دمه دوی عملا څه نه دي لیدلي.
دسنګر ملګري او خواخوږي وایي، د احمدشاه لار به تعقیبوي او د ژورنالېزم سپيڅلي مسلک له لارې به د ټولنې خدمت کوي.
احمدشاه چې د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصل و، همهماله یې په خوست کلید راډيو کې د نیمه ورځې دنده هم پیل کړه.
هغه په لنډ وخت کې د کلید را‌ډيو د اورېدونکي پام ځان ته واړوه او بالاخره تر بي بي سي ورسېد.
خو لا یې د نوې دندې کال پوره نه و، چې د روانې جګړې ښکار شو او د احمد شاه غږ د ژورنالیزم له ډګر سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA