د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هندي سینما له عرفان خان راورسته یو بل مشهور اداکار رشي کپور له لاسه ورکړ.
رشي کپور د هندي سینما له نوموتو او مشرانو اداکارانو څخه و، چې د سرطان ناروغۍ له کبله د ۶۷کلونو په عمر یې ساه ورکړه.
دی له امیتابچن څخه دوېیم مشر اداکار و، چې ډېرو فلمونو کې یې د پلار رول ادا کړی و، چې دهندستان هېواد ملی جایزه یې هم ګټلې ده.
نوموړی په ۱۰۱۸کال کې د سرطان پر ناروغۍ اخته شو، چې بیا د درملنې په هدف امریکې ته ولاړ او هلته په نیویارک کې تر درملنې لاندې و، چې په ۲۰۱۹کال کې بېرته خپل هېواد ته راستون شو.
د هندي سینما یو شمېر مینه والو په خواله رسنیو کې دې خبرونو سخت اندېښمن کړي دي او تر ډېره یې په خپلو پرفایلونو او سټوریانو کې د دوی انځورونه راځړولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ