د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه، چې تمه کېده ډېر ژر به په افغانستان کې د حالاتو له سمون او سولې سره مرسته وکړي، دا دی تر لاسلیک دوې میاشتې وروسته، نه یوازې دا چې کوم څرګند اغېز يې نهدی څرګند، بلکې ویل شوي چې په ځینو موارد کې نقض شوې هم ده، او دا هغه څه دي چې د سولې په نسبت د خلکو راټوکېدلې هیلې راکمولی شي.
د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه امریکا او طالبانو تر شاوخوا ۱۰پړاوه خبرو اترو وروسته د افغانستان سولې هوکړه تدوین او بیا پسې لاسلیک کړه.
د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د خبرو اترو اوږد بهیر که څه هم چې زړهتنګوونکی و، خو افغانان ورته په دې خوشحاله وو چې په افغانستان کې وروژنې ته د پای ټکی ږدي. په تېره بیا دا هیلې هغه وخت زیاتې شوې چې د مذاکراتو په اتم پړاو او د همدغه پړاو په دویم دور او نهم پړاو خبرو کې په څرګنده د تاوتریخوالي د کمولو بحثونه وشول او دواړو خواوو پرې توافق وکړ.
د توافق د امضا په لومړیو شپو او ورځو کې، د تاوتریخوالي کمول، هیله بښونکي وو، خو ډېر ژر وضعیت بدلون وموند او په دې وروستیو کې خو د توافق خلاف حتا په کابل ښار کې، هغه هم د دغې هوکړې د امضا په نېټه ځانمرګی برید وشو. دا برید د ریشخورو په سیمه کې د ځانګړو ځواکونو د قطعې په مربوطاتو کې شوی و او د خپرو شویو راپورونو له مخې اته تنه ملکي وګړي چې روژه په خوله وو، په کې ووژل شول.
په هر حال دا لومړی ځل نهدی چې هوکړه نقض شوې ده، بلکې دواړو لوریو څو ځلې د ځینو لویو او کوچنیو ژمنو د ماتېدلو ادعا کړې ده. امریکا پر دې انتقاد کړی چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ژمنه ماته کړې او طالبانو ویلي چې امریکا د افغان حکومت له زندانونو د دوی د پنځهزره بندیانو په خوشي کولو کې پاتې راغلې ده.
پر یو بل د امریکا او طالبانو انتقادونه او نیوکې پر خپل ځای، خو خبره دا ده چې د افغانانو د خوندیتوب پوښتنې ته به څوک ځواب ورکوي. ټول پوهېږي چې که جګړه دوام ولري نو تاون يې عامو افغانانو ته رسېږي او دوی په کې قرباني کېږي. د تاوتریخوالي تر کمولو وروسته د جګړو شدت د ځاني قربانيو ترڅنګ افغانان له ناوړه رواني حالت هم سره مخ کړي. دوی په داسې حال کې چې کورونا ويرولي او د ځان ساتلو په هڅه کې دي، د جګړې وېرې هم پرې فشار زیات کړی دی.
خلک وايي، دوه میاشتې اوږده موده وه او باید په دې موده کې د سولې په برخه کې ډېر پرمختګ شوی وای، خو دا چې نهدی شوی، او دا تړون او د خلیلزاد هڅې بېاغېزې پاتې دي؛ نو له دې ښکاري چې یا خو د جګړې ښکېلې غاړې د سولې لهپاره رښتینې او قوي اراده نهلري او یا د واکغوښتنې او قدرتطلبۍ شور او زوږ یې غوږونه هومره ور ډک کړي چې د افغانانو د دادغوښتنې او سولهغوښتنې اوازونه څوک نهاوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ