ads

پاکستان کې د کرونا له کبله له درې سوه ډېرو کسان قرباني شوي دي

په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، په دې هېواد کې د کرونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ پورته شوی او زرګونه نور پرې اخته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې کرونا ویروس په چټکۍ خپرېږي او د دې هېواد د […]

نویسنده: shams
11 غویی 1399
پاکستان کې د کرونا له کبله له درې سوه ډېرو کسان قرباني شوي دي

په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، په دې هېواد کې د کرونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ پورته شوی او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې کرونا ویروس په چټکۍ خپرېږي او د دې هېواد د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې تر دې دمه ۱۴۵۵۰ کسان پر دې ویروس اخته شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

که څه هم په پاکستان کې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په سند ایالت کې رامنځته شوي، خو دغه ویروس بیا تر ټولو زیات کسان په خېبر پښتونخوا صوبه کې مړه کړي دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د راپور له مخې، پر خېبر پښتونخوا سربېره په پنجاب صوبه کې ۵۷۳۰، په سند کې ۵۲۹۱ ، په بلوچستان کې ۸۵۳ او په مرکز اسلام‌اباد کې بیا د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر ۲۹۷ دی.

کرونا ویروس تر دې دمه په سند کې ۹۲، په بلوچستان کې ۱۴، پنجاب کې ۹۵ او په مزکز اسلام‌اباد کې هم ۴ کسان مړه کړي دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د راپور له مخې، په پاکستان کې تر دې دمه له کرونا ویروسه ۳۲۳۳ کسان رغېدلي هم دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA