ننګرهار ته د مرکزي حکومت له لوري دکرونا سره د مبارزې په برخه کې د ۶۱ میلیونه افغانیو له ورکړل شویو پېسو ېې په دې برخه کې ۴۵ میلیونه افغانۍ مصرف کړي دي.
چارواکي وایي، تراوسه یې د کرونا فنډ له لارې دې ولایت کې له زرګونه بیوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تر دې دمه یې په جلال اباد ښار کې د کرونا فنډ له لارې له زر ګونه ناچاره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړې ده.
یادې څرګندونې د ننګرهار ولایتي ادارې د کرونا فنډ په اړه د حساب ورکونې په یو کنفرانس کې وکړې.
والي شاه محمود میاخیل وویل، د مرکزي حکومت له لوري ننګرهار ته د کرونا د مخنیوي په برخه کې ۶۱ میلیونه افغانۍ ورکړل شوي چې له جملې یې ۴۵ میلیونه افغانۍ د یاد وایروس سره د مبارزې په برخه کې مصرف شوي دي.
میاخیل زیاته کړه تازه جمهور رئیس محمد اشرف غني ننګرهار ته د کرونا د مخنیوي په برخه کې سل میلیونه نورې افغانۍ هم ځانګړي دي.
(( ټولې پېسې چې دکرونا په نوم باندې صحت عامې او ولایت ته راغلي دي ۶۱میلیونه دي، له دې ټولو پېسو څخه تر اوسه ۴۵،۱میلیونه مصرف شوي او نورې اکاونټ کې پرتې دي))
نوموړي زیاته د مرکزي حکومت له لوري دکرونا سره د مبارزې په برخه کې ورکړل شوې پېسې یې په شفاف ډول مصرف کړي دي او دی یې هر وخت حساب ورکونې ته تیار دی.
(( فساد پر ضد ټوله اداره متحده ده او هغه خلک چې نیوکه کوي را دې شي او دلته دې موږ سره په دې کار کې برخه واخلي همکاري دي وکړي دلته نور رضاکاران هم شته))
په ورته مهال د کرونا فنډ د کمیټې غړی او د ولایتي شورا وکیل ډاکتر ناصرکاموال وایي، تراوسه یې د جلال اباد په ټولو ناحیو کې ۷ نیم زره اړمنې کورنۍ د یو ځانګړي کمیسون له مخې مشخص کړي دي.
هغه زیاته کړه تردې دمه یې له شپږ نیم زره ناچاره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړې ده او دا لړۍ دوام لري.
(( غریبو په منځ کې دوی څېړنه وکړه او ۷زره کورنۍ په کې په نښه شوې چې تر اوسه ۶نیم زره کورنیو ته مرسته ووېشل وشوه))
خو شمیر بیوزله کورنۍ بیا شکایت کوي چې نه یوازې ورسره د کرونا فنډ له لارې مرسته نه ده شوې بلکې په ښار کې د خوراکي توکو بیې څو چنده لوړې شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

