د افغانستان کارګرانو صنفي اتحادیه په هېواد کې د کارګرانو حالت د اندېښنې وړ بولي او له دولت غواړي چې د کارګرانو وضعیت ته په جدي توګه پاملرنه وکړي. د شمېرو له مخې په د کرونا له پیله لږ تر دوه ملیونه وګړي د بېروزګارانو په پخواني شمېر ور زیات شوي.
د افغانستان کارګرانو صنفي ټولنې چارواکي وایي چې له کرونا سره د مبارزې په هدف د ښارونو له قرنطین کېدو راهیسې د بې روزګارۍ کچه هم په بېسارې توګه لوړه شوې ده.
د دغه ټولنې مشر کاکوجان نیازی وایي، له یوې خوا د خلکو قرنطین کېدل او له بلې خوا جګړو او په هېواد کې سیاسي کړکیچ سبب شوی چې هېڅوک په هېواد کې پانګونه ونه کړي او د بې روزګارۍ کچه په بېسارې توګه لوړه شي.
نوموړی له کارګرانو او بېوزلو کورنیو سره د حکومت اوسنۍ مرستې هم کافي نه ګڼي او غواړي چې له کارګرانو سره د مرستو کچه هومره لوړه شي چې دوی پرې خپله ورځ وچلولی شي.
کاکوجان وايي:«وچه ډوډۍ له څه شي سره وخوري، لږ تر لږه چای، غوړي، لوبیا او ځینې نور شیان خو دې ورکړي.»
د افغانستان کارګرانو د صنفي اتحادیې مرستیال رازمحمد احمدزی په ورته وخت کې له جمهوررییس غني او عبدالله عبدالله غواړي چې خپلمنځي لانجې پای ته ورسوي او له دې زیات خلک ونهکړوي.
نوموړي په ورته وخت کې نیوکه کوي چې دولت په تنخوا کې انډول نه مراعاتوي.
احمدزی زیاتوي:« په معاشونو کې انډول نشته، یو کارکوونکی ۵زره معاش اخلي او بل بیا ۵سوه زره، کارکوونکي ډېرې غوښتنې نهلري یوازې دوامداره معاش او سرپناه غواړي. زموږ په نظر د دولتي مامور ټیټ معاش باید ۱۲زره افغانۍ وي.»
د کارګرانو د دغې ټولنې په وینا اوسمهال له شپېته سلنې ډېر خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
۳۵ کلن محمود چې د یوې شپږکسیزې کورنۍ سرپرست دی او په کابل ښار کې لاسي کراچۍ کې د خلکو توکي له یو ځایه بل ځایه ته لېږدوي وایي چې له قرنطین سره کار هم کم شوی او نوموړی د ورځې له پنځوس څخه تر سل افغانیو کار کوي چې دا یې هیڅ ستونزه نه شي حل کولای:«په ښار کې کراچۍ کرځوم، چې قرنطین لګېدلی، کار ورک شوی، ایله د ورځې پنځوس یا سل افغانۍ وګټم، چې هېڅ نه پرې کېږي.»
له دې وړاندې د کارګرانو سراسري ټولنې کلید ته ویلي وو چې په هېواد کې د قرنطین پیلېدو له کبله دوه میلیونه کسان بېکاره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم په هېواد کې د کورونا ناروغي په ډېرېدو ده او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ناروغۍ ۲۳۲ تازه پېښې ثبت شوې چې د مثبتو پېښو ټول شمېر ۲۱۷۱ ته ورسېد او تر اوسه د دغه ناروغۍ له کبله ۶۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

