تر پرون سهار پورې په ټولې نړۍ کې د کرونا له کبله څه باندې ۲۱۱زره کسان مړه شوي دي.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون راپور ښایي چې تر دې دمه په دغه وېروس باندې د اخته کسان شمېر څه باندې ۳.۱ میلیون ته رسېدلی دی چې ساعت په ساعت دا شمېر بدلون مومي.
ددې پوهنتون چارواکو په وینا تر دې دمه څه باندې ۸۹۶زره کسان چې په دغه وېروس ککړ وو، بېرته صحتمند شوي دي.
امریکا لاهم دنړۍ په کچه دې وېروس ډېره ځپلې ده، هلته ددې وېروس له کبله کابو ۵۶زره کسان قرباني شوي دي.
ویل کېږي چې دا د ویتنام په جګړه کې د وژل شویو امیکایانو شمېر ته ورنږدې شوی دی، په هغې جګړه کې شاوخوا ۵۸زره امریکان وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

