د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د بندیانو خوشې کول باید په شفاف ډول تر سره شي او هغه بندیان چې عمرونه یې زیات، روغتیایي وضعیت یې خراب، د بند موده یې کمه او په لویو جرمونو کې لاس ونه لري خوشې شي.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جمهور رییس محمد اشرف غني هغه فرمان اندېښمن کړي چې ویلي دي، ۱۲ زره بندیان به خوشي کوي.
تېره ورځ جمهور رییس غني د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد بریالیتوب په مناسبت د بندیانو د بخښنې فرمان صادر کړ چې له مخې به یې زرګونه زندانیان ازاد شي.
د ارګ خبر پاڼې په خبره چې دغه فرمان د کرونا وېروس د مخنیوي په هدف د هغه توشیح شوي په تعقیب کېږي.
خو د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، که د بندیانو په خوشي کولو کې پام ونه شي، ښایي ځینو قوانینو ته زیان ورسوي.
خو ولې بیا هم د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظری وایي، د بندیانو خوشي کولو په پروسه کې باید د دوی د بند عمر، روغتیایي وضعیت او جرم ته پام وشي.
د نوموړي په خبره، که د بندیانو خوشي کولو پروسه رڼه ونه اوسي، ممکن یو شمېر داسې بندیان خوشې شي چې په لویو جرمونو کې ښکېل دي.
په ورته مهال په ولسي جرګې کې یو شمېر استازي هم د جمهور رییس غني فرمان په تړاو اندیښمن دي.
دوی وایي، حکومت باید په دې برخه کې ډېر له احتیاطه کار واخلي.
د دایکندي ولایت د خلکو استازی علي اکبر جمشیدي وایي، د بندیانو په خوشي کولو کې باید ډېره پاملرنه وشي، د نوموړي په خبره چې د بندیانو خوشي کولو پروسې جزیات باید خلکو، مدني ټولنو او رسنیو سره شریک شي، څو ټولو ته دغه پروسه روښانه اوسي.
بل لور ته د افغانستان حقوق پوهانو ټولنه وایي، جهمور رییس د اساسي قانون ۱۶۰ مادې ۱۸ فقرې په اساس دا صلاحیت لري چې د بندیانو بښنې او دوی ته د بند کمولو په برخه کې فرمان ورکړي.
خو د افغانستان حقوق پوهانو ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح کلید سره په خبرو کې وویل، یو شمیر محدودیتونه هم شته چې پر اساس یې جمهور رییس نشي کولای فرمان صادر کړي.
نوموړي په دې تړاو زیاته کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په یو شمیر زندانونو کې ۴۶ کوویډـ ۱۹ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
افغان حکومت وایي، په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې دا ګام پورته کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

