ads

په امریکا کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر تر ۵۶ زره ډېر شو

د امریکایي رسنیو د راپورونو پر اساس، تر اوسه په امریکا کې یو میلیون، ۱۰ زره او ۳۵۶ تنه پر کورونا اخته شوي او تر ۵۶ زره ډېر نور امریکایان دې وېروس وژلي دي. په ټوله نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر درې میلیونه، ۶۴ زره او ۲۵۵ کسانو ته رسېدلی او تر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 غویی 1399
په امریکا کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر تر ۵۶ زره ډېر شو

د امریکایي رسنیو د راپورونو پر اساس، تر اوسه په امریکا کې یو میلیون، ۱۰ زره او ۳۵۶ تنه پر کورونا اخته شوي او تر ۵۶ زره ډېر نور امریکایان دې وېروس وژلي دي.
په ټوله نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر درې میلیونه، ۶۴ زره او ۲۵۵ کسانو ته رسېدلی او تر اوسه دې وبا په نړیواله کچه تر ۲۰۰ زره د ډېرو کسانو ژوند اخیستی دی.
تر امریکا وروسته په هسپانیا کې ډېر کسان پر کورونا اخته شوي دي.
په دغه هېواد کې ۲۲۹ زره او ۴۲۲ تنه پر کورونا ککړ شوي او ۲۳ زره او ۵۲۱ نور ترې مړه شوي دي.
په ایټالیا کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۹۹ زره او ۴۱۴ تنو ته رسېږي او هلته د مړو شمېر ۲۷ زره ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په فرانسه کې ۲۳ زره او ۲۹۳، په بریټانیا کې ۲۱ زره او ۹۲، په ایران کې ۵ زره او ۸۰۶، په جرمني کې ۶ زره او ۱۲۶ او په ترکیه کې دوه زره او ۹۰۰ تنه تر دې دمه کورونا وېروس مړه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA