د امریکایي رسنیو د راپورونو پر اساس، تر اوسه په امریکا کې نهه لکه، ۷۸ زره او ۱۶۰ تنه پر کورونا اخته شوي او تر ۵۵ زره ډېر نور امریکایان دې وېروس وژلي دي.
په ټوله نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر دوه میلیونه، نهه لکه، ۹۴ زره او ۷۱۶ کسانو ته رسېدلی او تر اوسه دې وبا په نړیواله کچه تر ۲۰۰ زره د ډېرو کسانو ژوند اخیستی دی.
تر امریکا وروسته په هسپانیا کې ډېر کسان پر کورونا اخته شوي دي.
په دغه هېواد کې ۲۲۶ زره او ۶۲۹ تنه پر کورونا ککړ شوي او ۲۳ زره او ۱۹۰ نور ترې مړه شوي دي.
په ایټالیا کې د اخته کسانو شمېر ۱۹۷ زره او ۶۷۵ تنو ته رسېږي او هلته د مړو شمېر تر ۲۶ زره اوښتی دی.
د دې تر څنګ په فرانسه کې ۲۲ زره او ۸۵۶، په بریټانیا کې ۲۰ زره او ۷۳۲، په ایران کې ۵ زره او ۷۱۰، په بلجیم کې ۷ زره او ۹۴ او په ترکیه کې دوه زره او ۸۰۵ تنه تر دې دمه کورونا وېروس مړه کړي دي.


