ads

د ناورین پیل ورځ

  له نن څخه ۴۲کاله مخکې، افغانستان په همدې ورځ د یوه ستر ناورین کندې ته ور ټېل وهل شو او هر څه یې تالاترغه شول. د ۱۳۵۷ کال لمریز کال د ثور اوومه نېټه وه چې یوه ډله چپیانو د افغانستان خلق ډموکراتیک ګوند په نوم د رغنده اصلاحاتو د راوستلو تر شعار لاندې، […]

نویسنده: shams
7 غویی 1399
د ناورین پیل ورځ

 

له نن څخه ۴۲کاله مخکې، افغانستان په همدې ورځ د یوه ستر ناورین کندې ته ور ټېل وهل شو او هر څه یې تالاترغه شول. د ۱۳۵۷ کال لمریز کال د ثور اوومه نېټه وه چې یوه ډله چپیانو د افغانستان خلق ډموکراتیک ګوند په نوم د رغنده اصلاحاتو د راوستلو تر شعار لاندې، د یوې خونړۍ کودتا له لارې د سردار محمد داوودخان په مشرۍ د وخت جمهوري نظام ونړاوه او نورمحمد تره كي د انقلابي شورا چارې په واک کې واخیستې.

له كودتا وروسته د افغانستان په ګوټ ګوټ كې پاڅونونه پيل شول چې له کبله یې د ډيموكراتيك ګوند ترمنځ ناندریو ته لار پرانيستل شول شوه او بالاخره د خلق او پرچم ډلې يو بل ته سره وګواښېدې او یو بل ته یې د ملامتۍ ګوته ونیوله.

دغه اختلافات چې په لومړیو کې ډېر جدي نه‌برېښېدل، په ډېره چټكۍ سره لوی او پراخ شول او ډېره کمه موده پس ګوندي مشران ان د يوه بل وينو ته تږي کېناستل. تره‌كى ووژل شو، امين راغى، امين هم په مرموز ډول ووژل شو او ورپسې كارمل د روسانو پر اوږو سور افغانستان ته راغى او د حكومت واګي يې په لاس كې واخيستل. روسانو چې کارمل واک ته رسولی وو، ایله تر ۱۳۶۷لمریز کاله پورې په افغانستان کې ټینګ شول او بالاخره د افغانستان  ولس، وسله‌وال مقاومت سبب شو چې وتلو ته زړه ښه کړي.

شمېرې ښيي چې د ۱۳۷۱کال د ثور تر ۸مې نېټې پورې چې واک مجاهدینو او تنظیمي ډلو ته په لاس ورغی، افغانستان کابو دوه ملیونه شهیدان او معلول درلودل او په ملیونونه نور په بهر کې مهاجر او لسګونه زره نور په زندانونو کې پراته وو.

د ثور  ۷مې نېټې له عذاب څځه د افغانستان ولس لا نه‌و خلاص شوی چې په اتمه یې افغانان د بل ناورین ښکار شول. بیا هماغه زاړه مهاجرتونه پیل شول او کابل د تنظیمي جګړو په یوه لوی مرکز واوښت. کوم راپورونه چې هغه مهال خپاره شوي، ښيي چې د دغو جګړو په نتیجه کې نږدې ۶۵زره کابل ښاریانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو یو نیم ملیونه نور بهر ته مهاجر شوي دي. سربېره پر دې په دغو جګړو کې د افغانستان اقتصادي زیربنا ته هم ملیاردونه ډالره زیان اوښتی دی.

تنظیمي اخ و ډب څو کاله اوږد شو، خو طالبان چې له کندهار راپورته شوي وو، په ډېره اسانۍ پسې واخستل او خپل امارات یې پیل کړ، خو د سپټمبر ۱۱مې پېښې سبب شوې چې دا ډله د امریکا او شمال متحدې جبهې په ګډه همکارۍ راوپرځي او واک تر کابو پنځه کلن ځنډ وروسته بیرته د تنظیم‌پلوه افرادو لاس ته کیوځي.

لنډه دا که چېرې د ثور ۷مه د افغانستان د بدبختۍ د پیل غمیزه وه، نو د ثور اتمې دا غمیزه لاپسې اوږده کړه. ډېری مبصرین وايي، په کابل کې تنظیمي جګړې، د طالبانو راتګ او واکمني، د ترهګرو پر ځاله د افغانستان بدلېدل او د سپټمبر ۱۱مې پېښې، پر افغانستان باندې د نړیوالو په تېره بیا د امریکایانو برید، هغه موارد دي چې وغواړو یا نه، د ثور ۷مې کودتا په ناخوالو کې ريښه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA