ads

شکیب الحسن او مشفیق خپل بېټونه کرونا سره د مبارزې لپاره خرڅلاو ته وړاندې کړل

د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی شکیب الحسن کرونا سره د مبارزې په هدف د خپل تاریخ مهم بېټ ددې لپاره خرڅوي ترڅو له کرونا ځپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي. دا بېټ د بنګلدېش هېواد لپاره ځکه مهم دی چې په دې بیټ شکیب الحسن د خپل هېواد لپاره د انګلستان په خلاف سلېزه […]

نویسنده: shams
7 غویی 1399
شکیب الحسن او مشفیق خپل بېټونه کرونا سره د مبارزې لپاره خرڅلاو ته وړاندې کړل

د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی شکیب الحسن کرونا سره د مبارزې په هدف د خپل تاریخ مهم بېټ ددې لپاره خرڅوي ترڅو له کرونا ځپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

دا بېټ د بنګلدېش هېواد لپاره ځکه مهم دی چې په دې بیټ شکیب الحسن د خپل هېواد لپاره د انګلستان په خلاف سلېزه ووهله او سیالي یې په خپل واک کې کړه.

شکیب د خپل بېټ ۲۴زره ډالر قیمت اعلان کړی، له شکیب وړاندې ددې هېواد بل کرکټر مشفیق الرحیم هم خپل هغه بېټ خرڅلاو ته وړاندې کړی چې په یاد بېټ یې ټېسټ لوبه کې دوه غبرګې سلېزې وهلي دي.

د دواړو لوبغاړو هدف له دې کار څخه خپلو هېوادوالو سره مرسته کول په کوته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA