ads

د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی

په تېرو څو ورځو کې یو ځل بیا د وسله‌والو طالبانو له لوري بریدونه زیات شوي دي، د افغانستان ملي امنیت شورا په خبره چې له امله یې هره ورځ ۱۵ ملکیان یا وژل شوي یا هم ټپي شوي دي. د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د طالبانو او امریکا د سولې […]

نویسنده: shams
7 غویی 1399
د افغان ځواکونو  او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی

په تېرو څو ورځو کې یو ځل بیا د وسله‌والو طالبانو له لوري بریدونه زیات شوي دي، د افغانستان ملي امنیت شورا په خبره چې له امله یې هره ورځ ۱۵ ملکیان یا وژل شوي یا هم ټپي شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د طالبانو او امریکا د سولې ترهوکړې وروسته طالبانو ۲۸۰۴ بریدونه کړي چې دده په ټکو په منځني ډول ۵۱ بریدونه کیږي او دې کې یې ۷۸۹ افغان ملکیان وژلي یا یې ټپیان کړي دي.

خو د وسله‌والو طالبانو بریدونو زیاتیدو ته سیاسي او پوځي چارو شنونکي له بیلابیلو زاویو ګوري. یوه ډله وایي، څو چې کور دننه سیاسي کړکیچ حل نشي، جګړه به لا زور واخلي، خو بل لورته په دې اند دي چې وسله‌وال طالبان غواړي له جګړې لارې ځان په نړیوالو او افغان حکومت ومني.

د سیاسي چارو شنونکی ناصر شفیق وایي، د بندیانو په سر اختلاف وسله‌والو طالبانو ته زمینه برابره کړې چې لا جګړې ته زور ورکړي.

د نوموړي په خبره، څو چې د بندیانو په سر اختلاف حل شوي نه وي، جګړه به همداسې روانه وي.

خو په ورته مهال د پوځي او سیاسي چارو شنونکی جنرال صادق شینواري د وسله‌والو طالبانو له لوري بریدونه زیاتیدو ته له دوو اړخونو ګوري. د نوموړي په خبره، لومړی اړخ یې د نړیوالو له لوري د وسله‌والو طالبانو په رسمیت پیژندل او دویم اړخ یې افغان امنیتي ځواکونو ته پر وخت مرستې نه رسیدل یاد کړل.

بل لور ته د سیاسي چارو یو بل شنونکی ودیر صافی وایي، کور دننه سیاسي کړکیچونو وسله‌والو طالبانو ته زمینه برابره کړې څو وخت پر وخت په افغان امنیتي ځواکونو حملي وکړي.

د نوموړي په خبره، طالبانو غواړي د جګړې له لارې خپلو هدفونو ته ځان ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ځینو ټوېټونو کې د ناټو د هغې خبرپاڼې هرکلی کړی چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي او د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د کړکېچ پای ته رسېدل غوښتي.

خو بل لورته پر افغان دولتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو د ډېرېدو په درشل کې، دغې ډلې ویلي، له امریکا سره د سولې لاسلیک شوې هوکړه کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې د درېدو یا جګړې درولو په اړه هېڅ خبره نه ده شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA