خوست کې عام ولس له تجارانو ګيله لري، چې ګني احتکار کوي او اجناس په لوړه بیه پرې پلوري.
خو سوداګر او هټيوال وايي، د کرونا له کبله لارې تړل شوي، د اجناسو بيې پورته تللي، دوی له مسولينو غواړي چې پدې ستونزمنو حالاتو کې په وارېدېدونکو اجناسو مالیه معاف کړي.
د خوست یو شمېر اوسېدونکي له سوداګرو او هټیوالو سرونه ټکوي، چې ګني احتکار کوي او ترڅنګ يې خوراکي توکي په لوړه بيه پلوري.
دوی وايي څومیاشتې وړاندې چې کله پدې ولايت کې د کلدارو ځای افغانيو ونيوۀ، په هماغه وخت ولس پرځانونو ستونزې ومنلې، او ترڅنګ يې اوس هم، چې د کرونا ويره خپره شوې ده او کارونه په ټپه ولاړ دي، هټيوال او سوداګر له موقع ګټه پورته کوي اجناس په لوړو بیو پلوري.
د خوست د دوکاندارانو دصنفي اتحاديې مسول او سوداګر جمال تڼی، مني چې ګني یو شمېر سوداګرو او هټیوالو به وخت نا وخت اجناس په لوړه بیه پلورلي وي، خو وايي چې د توکو بيې په ټول هیواد کې د لارو د بندښت له کبله پورته تللي دي.
تڼی په ورته وخت د خوست له ولايتي ادارې او همداشان د کمراکاتو او ماليې وزارت څخه غوښتنه کوي چې پر وارېدېدونکو توکو دې ماليه معاف ترڅو په بازارونو کې د بیو په لوړوالي کې تغییر راشي.
په عین حال کې پدې ولايت کې د نرخونو د کنټرول کمسیون، چې د خوست ښاروالۍ، ملي امنیت، امنیه قومندانۍ، دوکارندارانو اتحادیې غړي او یو شمیر نورپکې شامل دي، ټوله ورځ په ښار کې ګرځي او د نرخونو څخه نظارت کوي.
ددې کمیسیون غړی او د خوست امنیت امر سمونيار نجيب الله عيني وايي که چيرې يې څوک په احتکار او یا د بازار له نرخه په پورته بيه د اجناسو پلورونکي وليدل، دوی به درانده سزا ورکړي.
د یادونې ده چې دا لومړی ځل نه دی، چې خوست ميشتي د توکو د نرخونو له لوړوالي شکایتونه کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم له حکومته په بار بار د نرخونو د کنټرول غوښتنه کړي.
خو سوداګر او هټيوال بیا له حکومته غواړي چې په داخلېدونکو توکو دې ماليه معاف کړي څو یاده ستونزه راکمه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

