امریکا کې پرون د کرونا له کبله ۳زره کسانو خپل ژوند وبایله
کرونا وېروس د نړۍ ګڼ شمېرهېوادونه اغېزمن کړي دي، خو په دې ورستیو ورځو کې یې امریکا سخته ځپلې ده.
د جان هاپکنز پوهنتون خبر ورکوي چې پرون په امریکا کې ۳زره کسان د کرونا له کبله خپل ژوند وبایله، چې دا په دغه هېواد کې د کرونا ناروغۍ تر ټولو لوړه شمېره ده.
اوس په امریکا کې کابو ۸۷۰زره کسان په دې وېروس ککړ شوي دي، خو د اروپا په پرتله یې د مړینې تناسب کم بلل کېږي.
د راپورونو له مخې اروپا کې د کرونا له کبله د مړو شمېر تر سلو زرو اوښتی او په ټوله نړۍکې ددې وېروس له کبله ۱۹۰زره کسان ښودل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

