له کورونا ویروس سره مبارزه د خلکو او حکومت ګډه دنده ده. خلک تر ډېره بریده روغتیايي او وقایوي تدابیرو ته په پام په دغه مبارزه کې خپله ونډه تر سره کوي، خو په دې مبارزه کې د حکومت ونډه چندان اساسي او بنیادي نه برېښي.
دا خبره پر دې بنسټ کوو چې په ځینو مراکزو او لابراتوارونو کې له وخت مخکې د اړتیا وړ تجهیزاتو کمښت تر سترګو کېږي او له دې کبله او حتا د ځینو لابراتوارونو د تړل کېدو خبرونه هم خپرېږي.
سربېره پر دې د یوه اساسي او ګټور میکانیزم نشت بیا د دې سبب شوی چې له شتو وسایلو او امکاناتو څخه زورواکي ګټه پورته کړي او اصلي ناروغان او اړمن چې تشخیص ته اړتیا لري په تش ډاګ پاتې شي.
دا خبرې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ځینو مسوولینو تایید کړي او بلخ کې خو بیخي د تشخیص لابراتوار دروازه تړل شوې. تر کابل او هرات وروسته بلخ هغه درېیم ولایت دی چې د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې په کې لیدل شوي او حتا د نورو شمالي ولایتونو د ناروغانو سمپلونه هم همدغه ولایت ته د تشخیص لهپاره استول کېږي. د بلخ عامې روغتیا رییس خلیلالله حکمتی رسنو ته په دې رابطه ویلي چې په دغه ولایت کې د تشخیص کیتونه خلاص شوي او دغلته نور د کرونا مشکوکو پېښو ټست نه ترسره کېږي.
څه موده وړاندې د فاریاب والي نقیبالله فایق ویلي وو، په دغه ولایت کې د بستر شویو کسانو سمپلونه چې بلخ ته استول شوي، دوی ته یې پایلې بېرته نهدي استول شوي. نوموړي ادعا درلوده چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې زورواکي او یو شمېر دولتي کارمندان احتیاطي تستونه ترسره کوي او له همدې کبله په شمال کې ستونزه رامنځ ته شوې ده. د فاریاب والي په خپلو خبرو کې زیاته کړې وه، د بلخ ولایت دولتي چارواکو ورته ویلي چې دوی د تشخیص کیتونه نه لري او له همدې کبله نهشي کولای چې د دوی له لوري استول شوي سمپلونو پایلې ورواستوي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر هم تاییدوي چې یو شمېر زورواکي، والیان، امنیه قومندان د کرونا ویروس تشخص د یوه «مود» په توګه کاروي او د عامې روغتیا وزارت په کارکوونکو فشار راوړي.
لنډه دا چې دا مسئله او ټکي په داسې حال کې مطرح دي چې حکومت پرله پسې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې خلکو ته ډاډ ورکوي، حال دا چې په دې اړوند وروستیو خپاره شویو راپورونو په ټینګه د خلکو اندېښنه راوپارولې ده.
خلک پوښتې چې عامې روغتیا وزارت له ژمنو سره سره ولې افغانستان د کرونا ناروغۍ د تشخیصه کیټونو له کمښ سره مخ شوی؟ ایا دغه کیټونه خو به د جګپوړیو دولتي چارواکو لهپاره نه ساتل کېږي او که له لومړي سره د عامې روغتیا وزارت تشخیص غلط او ناسم و؟ او یا واقعاً د دغو کیټونو ډېره برخه د زوراکو، والیانو او قومندانانو د خپلوۍپالنې ښکاري شوي دي؟
سربېره پر دې د زورواکو، والیانو او قومندانانو له خوا د تشخیص لپاره د ډاکترانو مجبورېدل هم یوه لویه او د پوښتنې وړ مسئله ده او د روغتیا وزارت او په ټوله کې حکومت یې باید جدي ونیسي. دا حکومت اساسي مسوولیت دی چې په دې رابطه پلټنه وکړي او د دغسې افرادو مخه ونیسي او رښتینی عدالت تامین کړي. خو که چېرې حکومت د خلکو دغو اندېښنو ته پام ونهکړي، نه یوازې دا چې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې به په مبارزه کې پاتې راشي، بلکې د دې احتمال هم شته دی چې هېواد د کرونا په بحران کې لولپه شي.