ads

ملګرو ملتونو د کورونا پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړی، چې کورونا وېروس د هېڅ دولت، ډلې او مذهب توپیر نه کوي، نو د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې ګډې مبارزې ته اړتیا ده. هغه وویل، کورونا د خلکو په اخته کولو کې تبعیض نه‌کوي، خو دولتونه د دغه وېروس د اغېزو له کبله توپیري چلند […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 غویی 1399
ملګرو ملتونو د کورونا پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ
ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړی، چې کورونا وېروس د هېڅ دولت، ډلې او مذهب توپیر نه کوي، نو د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې ګډې مبارزې ته اړتیا ده.
هغه وویل، کورونا د خلکو په اخته کولو کې تبعیض نه‌کوي، خو دولتونه د دغه وېروس د اغېزو له کبله توپیري چلند کوي.
ګوترش ټینګار وکړ، چې تر کورونا وروسته د حالت د سمولو لپاره پکار ده، چې هېوادونه ټول لاسونه سره ورکړي او سلګونه میلیارده ډالره ولګوي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۲ میلیونه او شپږ لکه ۲۹ زره کسان په کورونا وېروس اخته دي، چې له ډلې یې څه باندې یو لک او ۸۳ زره تنه مړه شوي او تر اووه سوه زره ډېر نور ترې ښه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA