ads

جنوبي کوریا او امریکا ګډ نظامي تمرینونه پیل کړل

د جنوبي کوریا رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد او د امریکا د هوایي او ځمکنیو ځواکونو تر منځ ګډ نظامي تمرینونه پیل شول. د سرچینې په وینا، په پیل شوو تمرینونو کې د جنوبي کوریا اف ۱۵ او اف ۱۶ او د امریکا اف ۱۶ جنګي الوتکې شاملې دي. په خپاره شوي راپور […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 غویی 1399
جنوبي کوریا او امریکا ګډ نظامي تمرینونه پیل کړل

د جنوبي کوریا رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد او د امریکا د هوایي او ځمکنیو ځواکونو تر منځ ګډ نظامي تمرینونه پیل شول.
د سرچینې په وینا، په پیل شوو تمرینونو کې د جنوبي کوریا اف ۱۵ او اف ۱۶ او د امریکا اف ۱۶ جنګي الوتکې شاملې دي.
په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې دا تمرینونه د شمالي کوریا د وروستیو توغندویي ازموینو پر وړاندې د دواړو هېوادونو غبرګون او ګواښ بلل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې جنوبي کوریا په روان میلادي کال کې د شمالي کوریا له خوا د پنځو توغندویي ازموینو خبر ورکوي، چې وروستۍ ازموینه یې د اپرېل پر ۱۴مه نېټه ترسره شوه.
شمالي کوریا د واشنګټن او جنوبي کوریا د دغه عمل پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA