ads

یعقوب حیدري: پولیس د کابل ښار قرنطین نه شي مدیریت کولی

د کابل والي محمدیعقوب حیدري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د کابل د د ګرځبندیز په مدیریت کې ستونزې او نیمګړتیاوې شته او په خبره یې، تر اوسه په کابل ښار کې ګرځبندیز په سمه توګه نه دی عملي شوی. د والي په وینا، پولیس اوسنی وضعیت داسې مدیریت کوي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 غویی 1399
یعقوب حیدري: پولیس د کابل ښار قرنطین نه شي مدیریت کولی

د کابل والي محمدیعقوب حیدري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د کابل د د ګرځبندیز په مدیریت کې ستونزې او نیمګړتیاوې شته او په خبره یې، تر اوسه په کابل ښار کې ګرځبندیز په سمه توګه نه دی عملي شوی.
د والي په وینا، پولیس اوسنی وضعیت داسې مدیریت کوي چې په لوی لاس هلته د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه جوړېږي.
په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان هم شکایت کوي چې پولیسو د ښار ډیری سړکونه په نیمه توګه د ترافیکو پرمخ تړلي، چې د هغوی دغه کار د خلکو لپاره لا ستونزې ډېرې کړې دي.
ښاریان وایي، په کابل کې باید ګرځبندیز داسې مدیریت شي چې هم خلک له ستونزو سره مخ نه شي او هم په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي.
خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم د کابل د قرنطین په مدیریت کې ستونزې مني او وایي، د دغو ستونزو د رامنځته کېدو یو لوی لامل له پولیسو سره د خلکو نه همکاري ده.
فرامرز وایي، د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ نېټې به په ښار کې ګرځبندیز نور هم سخت شي او په وینا یې که چا قرنطین عملي نه کړ، نو پرضد به یې له قهریه قوې کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ په هېواد کې د کورونا ناروغۍ مثبتې پېښې ورځ تربلې زیاتېږي او د عامې روغتیا وزارت هره ورځ دا ټینګار کوي چې په کورونو کې پاتې شئ، ترڅو د کورونا ناروغۍ له پراخېدو مخنیوی وشي، خو له دې سره سره بیا هم په ښار کې ګڼ خلک معلومېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA