ads

په امریکا کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر تر ۴۷ زره واوښت

د رسنیو د راپورونو له مخې، په امریکا کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۲۰۰۰ نورو کسانو په مړینې سره هلته د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر ۴۷ زره او ۶۸۱ تنو ته ورسېد. د سرچینې په وینا، په متحده ایالاتونو کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۸۴۹ زره او ۹۲ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 غویی 1399
په امریکا کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر تر ۴۷ زره واوښت

د رسنیو د راپورونو له مخې، په امریکا کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۲۰۰۰ نورو کسانو په مړینې سره هلته د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر ۴۷ زره او ۶۸۱ تنو ته ورسېد.
د سرچینې په وینا، په متحده ایالاتونو کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۸۴۹ زره او ۹۲ تنو ته رسېدلی دی.
په ټوله نړۍ کې بیا پر کورونا دوه میلیونه، ۶۳۸زره او ۲۴ تنه اخته شوي او په نړیواله کچه د مړو شمېر له ۱۸۴ زره اوښتی دی.
بلخوا، په پاکستان کې هم د کورونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۱۰ زره ډېر شوی دی.
د وروستیو شمېرو له مخې ۱۰ زره ۵۱۳ تنه په دغه هېواد کې په کورونا اخته شوي، ۲۲۴ مړه او ۲۳۳۷ بېرته ترې جوړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA