ads

ننګرهار کې د کرونا وېروس له کبله د کتاب پلورنې بهیر پیکه شوی

ننګرهار کې د کرونا وېروس د خپرېدو له کبله د کتاب پلورنې بهیر پیکه شوی دی. جلال اباد ښار کې د ولایتي ادارې د پریکړې له مخې په اوونۍ کې دوه ورځې کتاب پلورنځي پرانیستي وي چې له کبله یې د کتاب پلورنې بهیر کم شوی. کتاب پلورنکي وایي، خلک د بېلابېلو کتابونو د اخیستو […]

نویسنده: shams
3 غویی 1399
ننګرهار کې د کرونا وېروس له کبله د کتاب پلورنې بهیر پیکه شوی

ننګرهار کې د کرونا وېروس د خپرېدو له کبله د کتاب پلورنې بهیر پیکه شوی دی.

جلال اباد ښار کې د ولایتي ادارې د پریکړې له مخې په اوونۍ کې دوه ورځې کتاب پلورنځي پرانیستي وي چې له کبله یې د کتاب پلورنې بهیر کم شوی.

کتاب پلورنکي وایي، خلک د بېلابېلو کتابونو د اخیستو غوښتنه کوي خو دوی یې اړتیا نشي پوره کولای.

ننګرهار کې د کرونا وېروس له کبله د کتاب پلورنې بازار په ټپه ولاړ دی

کتاب پلورونکي وایي، له نورو ولایتونو سربېره جلال اباد ښار کې هم  د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف دې ولایت کې د کتاب پلورنځي تړل شوي چې ورسره خواکې یې اخیستونکي هم کم رنګه شوي دي.

د شهباز خپروندیه ټولنې مسول حزب الله ساپي کلید ته وویل، د کتاب پلورنځیو په تړل کېدو سره خلک د بېلابېلو کتابونو د اخیستو غوښتنه کوي خو دوی یې اړتیا نشي پوره کولای.

شهباز وایي د ولایتي ادارې د پرېکړې له مخې جلال اباد ښار کې به په اوونۍ کې دوه ورځې کتاب پلورنځي پرانیستي وي، خو نوموړی له مسوولو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې کتاب پلورنځیو ته ورکړل شوې ورځې دې زیاتې کړي.

په ورته وخت کې زده کړیالان هم د کتاب پلورنځیو په تړل کېدو سره له ستونزو سره مخ دي او وایي، د پخوا په شان نشي کولای چې د خپلې خوښې وړ کتابونه په اسانۍ له کتاب پلورنځیو ترلاسه کړي.

بل لور ته اندېښنه دا ده که کتاب پلورنځي همداسې تړلي اوسي، نو د مطالعې فرهنګ به لا کم رنګه کړي.

لیکوال او ژورنالېست سهار ګل امیزی له خلکو غوښتنه کوي چې د مطالعې د فرهنګ د ژوندي ساتلو لپاره دې خپلې هڅې جاري وساتي.

ننګرهار کې د کتاب پلورنې بهیر داسې مهال پیکه کېږي، چې په ټول هېواد کې تعلیمي مرکزونه د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر رخصت شوي دي.

راپور جان اغا صالح

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA