ads

په امریکا کې د کورونا وېروس د مړو شمېر تر ۴۰ زره واوښت

د جان هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې د کورونا وېروس له کبله تر اوسه ۴۰ زره او ۵۵۵ تنه وژل شوي او ۷۶۳ زره او ۸۳۶ تنه نور پرې اخته شوي دي. په ټوله نړۍ کې دوه میلیونه او ۴۰۶ زره او ۹۰۵ تنه پر دې وېروس اخته شوي او ۱۶۵ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 غویی 1399
په امریکا کې د کورونا وېروس د مړو شمېر تر ۴۰ زره واوښت

د جان هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې د کورونا وېروس له کبله تر اوسه ۴۰ زره او ۵۵۵ تنه وژل شوي او ۷۶۳ زره او ۸۳۶ تنه نور پرې اخته شوي دي.
په ټوله نړۍ کې دوه میلیونه او ۴۰۶ زره او ۹۰۵ تنه پر دې وېروس اخته شوي او ۱۶۵ زره او ۵۸ نور ترې مړه شوي دي.
همدارنګه په ټوله نړۍ کې بیا شپږ لکه زره ۵۸۳ تنه له دې ناروغۍ روغ شوي دي.
کورونا په ایټالیا کې ۲۳ زره ۶۶۰، په هسپانیا کې ۲۰ زره ۶۳۹، په فرانسه کې ۱۹ زره ۷۱۸، په بریټانیا کې ۱۵ زره ۴۹۸، په فرانسه کې ۱۹ زره ۳۴۹ او په جرمني کې ۴ زره ۶۴۲ تنه وژلي دي.
د مثبتو پېښو په حساب اسپانیا دویم ځای لري، چې په دغه هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر یو لک ۹۴۴۱۶ کسانو ته رسېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA