ads

جنوب ختیځ زون کې خبریالان اطلاعاتو د لاسرسي ستونزې سره مخ دي

خوستي خبریالان په جنوب ختيځ زون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د څانګې پرانېستل غواړي خوست کې د سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو یو شمېر خبریالان وایي، په جنوب ختیځ زون کې اوس هم خبریالانو ته په وخت معلومات نه ورکول کېږي او اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ […]

نویسنده: shams
30 وری 1399
جنوب ختیځ زون کې خبریالان اطلاعاتو د لاسرسي ستونزې سره مخ دي

خوستي خبریالان په جنوب ختيځ زون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د څانګې پرانېستل غواړي

خوست کې د سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو یو شمېر خبریالان وایي، په جنوب ختیځ زون کې اوس هم خبریالانو ته په وخت معلومات نه ورکول کېږي او اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی غوښتنه کوي، چې په دې زون کې اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسیون خپله څانګه پرانیزې څو د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي

په خوست کې یو تن خبریال بهار سمسور وایي، زیاتره وخت یو شمېر دولتي ادارې ورته معلومات نه ورکوي، خو ستونزه دا وي، چې دوی د شکایتونو لپاره په دې زون کې ځانګړی ادرس نه لري.

یو بل خبریال انیس او همداشان بهار سمسور وايي، که چیرې پدې زون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون خپله څانګه پرانیزې، د خبریالانو ستونزې به تر یوه بریده راکمې شي.

ددوی په خبره پدې کار سره به د خبریالانو سره معلومات په وخت شریکیږي، چې له یوې خوا به تر خلکو په وخت رسیږي او له بلې لوري به په دولتي ادارو د خلکو بارو زیات شي.

په ورته مهال اطلاعاتو ته دلاسرسي یو تن کمیشنر عین الدین بهادري وايي، یاد کمیسیون به ژر خوست ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي څانګه پرانیزي، خو په خبره یې اوس مهال یې د دفتر د انتقال کارونه  د کرونا ویروس له کبله ځنډلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA