د جان هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې د کورونا وېروس له کبله ۵۰۰۰ زره تنه وژل شوي دي.
له دې سره په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر ۳۱ زره ته ورسېد او ۶۳۹ زره او ۵۵ تنه نور پرې اخته شوي دي.
په ټوله نړۍ کې دوه میلیونه، ۸۳ زره او ۳۲۶ تنه پر کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۱۳۴ زره او ۶۱۶ کسان بیا ترې وژل شوي دي.
کورونا په ایټالیا کې ۲۱ زره ۶۴۵، په هسپانیا کې ۱۸ زره ۸۱۲، په فرانسه کې ۱۵ زره ۷۲۹، په بریټانیا کې ۱۲ زره ۸۶۸، په بلجیم کې څلور زره ۴۴۰، په جرمني کې ۳ زره ۵۰۲ او په ایران کې ۴ زره ۷۷۷ کسان د کووډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
د مثبتو پېښو په حساب اسپانیا دویم ځای لري، چې په دغه هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر یو لک ۷۷۶۳۳ کسانو ته رسېدلی دی.


