ads

ولې پاکستان؟

پاکستان ته د امریکايي ډپلوماتانو او چارواکو سفرونه پوښتنه ‌زېږوونکي دي. یا خو پاکستان ډېره فعاله ډپلوماسي کاروي او یا خو افغان حکومت په لوی لاس د هرې ورځې په تېرېدو سره، سیاسي فرصتونه او نوښتونه له لاسه ورکوي. که چېرته داسې وي؛ نو د افغانستان د ژغورنې بېړۍ به په لنډه موده کې ساحل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 وری 1399
ولې پاکستان؟

پاکستان ته د امریکايي ډپلوماتانو او چارواکو سفرونه پوښتنه ‌زېږوونکي دي. یا خو پاکستان ډېره فعاله ډپلوماسي کاروي او یا خو افغان حکومت په لوی لاس د هرې ورځې په تېرېدو سره، سیاسي فرصتونه او نوښتونه له لاسه ورکوي. که چېرته داسې وي؛ نو د افغانستان د ژغورنې بېړۍ به په لنډه موده کې ساحل ته ونه‌رسي.
له هغه راهیسې چې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې خبرې پيل شوې دي، او وروسته یې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوې، امریکايي چارواکو او ډپلوماتانو په همدې تړاو پرله‌پسې پاکستان ته سفرونه کړي او جالبه خو لا دا ده چې تر کابل مخکې په نظر کې نیول کېږي. حال دا چې قضیه د افغانستان ده او په کار ده چې لومړیتوب افغانستان ته ورکړل شي او نظر يې مهم وګڼل شي. دغو اقداماتو افغانانو ته دا پوښتنه پیدا کړې چې امریکا خو به د افغانستان په قضیه کې پاکستان ته لومړيتوب نه‌ورکوي او که څنګه؟
د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سره تر کتنې وروسته پاکستان ته تللي او هلته يې د دغه هېواد له پوځي جنرال قمر باجوه سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې دي. باوجوه په دې کتنه کې ويلي چې د افغانستان ستونزې د سوله‌ییز حل لپاره به هڅه وکړي.
البته دا لومړی ځل نه‌دی چې پاکستان دغسې ژمنې کوي، تر دې وړاندې یې په ځلونو ځلونو ورته ژمنې کړې دي، خو په عمل کې بیا لیدل شوي چې د شخړو له ځینو ښکېلو غاړو څخه یې په ټینګه ملاتړ کړی دی.
پاکستان ته د خلیل‌زاد او مېلر دا سفر د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان په قضیه کې د دغه هېواد نظر ورته مهم دی. دا چې ولې؟ ښايي بېلابېل علتونه ولري. پاکستان په تېر او اوس‌مهال کې داسې سیاست لوبولی چې پر بنسټ یې له یوې خوا غواړي د افغانستان په قضیه کې د نړیوالو پام ځان ته راواړوي او له بلې خوا داسې وښيي چې ګواکې د پاکستان له حضور پرته، افغانستان ته سوله نه‌ شي راتلای.
اوس چې ټوله نړۍ د کورونا وېروس له کبله کړېږي او د ګڼو نړیوالو سیاسي او اقتصادي نوښتونو مخه يې هم ډب کړې ده، د افغانستان په شمول د نړۍ ټول هېوادونه د ځان په غم اخته دي، خو پاکستان چې د سیمې په کچه د ایډيالوژيکي، سیاسي او جغرافیايي پراختیاغوښتنې سیاستونه تعقیبوي، په داسې یو بد وضعیت کې هم د خپلو دغو ګټو د خوندي کولو نوښت له لاسه نه‌ورکوي او تر وروستي بریده هڅه کوي چې فعال رول ولوبوي. خو بر عکس په افغانستان کې بیا د قدرت پر سر زموږ د ښاغلیو لانجه روانه ده او هر څوک د خپلو سیاسي او شخصي ګټو د خوندي کولو هڅه کوي. نه د افغانستان د بقا فکر ورسره دی او نه لویو ګټو او ارزښتونو ته يې پام کوي. ښايي همدغه وضعیت د افغانستان په قضیه کې له افغانستان څخه د سیاسي نوښت او فرصت چانس اخستی وي.
په لویه کې د دې لیدنو کتنو يو دلیل د امریکا او طالبانو له خوا د هوکړه لیک د بشپړ نه احترام موضوع هم ده. یو تصور دا دی چې ښايي امریکا په دې هڅه کې وي، پاکستان چې له طالبانو سره نېږدې اړيکې پالي، دې ته وهڅوي چې طالبان د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیلولو لپاره اړ کړي. خو دا به وروسته څرګندېږي چې څه روان دي.
که څه هم افغانان د سولې لپاره هر حرکت ته په ډېرې خوشبینۍ ګوري او په دې برخه کې د امریکا وروستۍ هڅې اغېزناکې بولي، خو دا پوښتنه ورسره مطرح ده چې امریکا ولې د همېش لپاره د پاکستان له عینکو د افغانستان قضایاوو ته ګوري؟ ایا دغه هېواد د پاکستان له مرستې او همکارۍ پرته د افغانستان سولې مسله نه‌شي حلولی او که د پر دې تر شا د کومو ځانګړو او مشترکو ستراتیژيو ګټو خبره مطرح ده؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA