راپورونه وایي، په امریکا کې کورونا وېروس تر دې دمه ۲۶ زره او ۴۷ کسان وژلي او تر شپږ لکه او ۱۳ زره ډېر نور پرې اخته شوي دي.
په ټوله نړۍ کې بیا د مثبتو پېښو شمېر یو میلیون ۹۹۸ زره او ۱۱۱ تنو ته رسېدلی دی.
همدارنګه د ټولې نړۍ په کچه کورونا وېروس د یو لک او ۲۶ زره او ۶۰۴ کسانو ژوند اخیستی دی.
تر اوسه څلور لکه، ۷۸ زره او ۶۵۹ کسان ترې جوړ شوي دي.
کورونا په ایټالیا کې ۲۱۰۶۷، په هسپانیا کې ۱۸۲۵۵، په فرانسه کې ۱۵۷۲۹، په بریټانیا کې ۱۲۱۰۷، په ایران کې ۴۶۸۳ او په ترکیه کې بیا ۱۴۰۳ کسان وژلي دي.
تر امریکا وروسته تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په هسپانیا کې ثبت شوې دي.
په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر یو لک و ۷۴ زره او ۶۰ ته رسېدلی دی.
او په افغانستان کې بیا تر اوس د کورونا وېروس ۷۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې، ۲۳ کسان یې وژلي او ۴۰ نور بیا ترې جوړ شوي دي.


